تازه خبرونه
د سویل ختیځې سیمې دیني عالمان روانه جګړه ناروا بولي
نن (یکشنبه د لیندۍ ۲) د افغانستان د سویل ختیځې سیمې اړوند لسګونه دیني عالمانو په دې اړه په یوه جوړه شوې ناسته کې له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله.
د پکتيا ولايت په مرکز، ګردېز کې جوړې شوې غونډې په هېواد کې پر مذهبي سولې ټينګار وکړ.
د دیني عالمانو دغه ناسته د پکتیا ولایت د ګردېز په ښار کې تر سره شوې، چې له پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر او غزنی ولایتونو ورته راغلي وه. دوی په دوحه کې د سولې له خبرو څخه هم خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.
دغو دینيٍ عالمانو له دواړو خواوو څخه د هر اړخیزې سولې د رامنځته کولو لپاره په خپلو اړوند دریځونو کې د بدلون غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو ولایتونو قومي مشرانو هم له دې مخکې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه اعلان کړې وه.