تازه خبرونه

د سویډن لومړي وزیر د سولې پر بهیر ټینګار کړی

Published

on

ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ د سویډن لومړي وزیر سټیفان لوون له ولسمشر اشرف غني سره نن په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د سولې له هغه بهیره ملاتړ کوي، چې ورسره د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي او روانې وساتل شي.

په اعلامیه کې راغلي : په دې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر غني له افغانستان سره په ځانګړي توګه د پوهنې او روغتیا په برخو کې د سویډن له مرستو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد له ملاتړه مننه وکړه.

اشرف غني سویډن د افغانستان پخوانی ملګری وباله او د سولې په بهیر کې یې د داسې پرمختګونو په اړه، چې د ډیموکراټیک، ملي حاکمیت لرونکي او متحد افغانستان ضامن شي؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډ لیدلوري په اړه معلومات ورکړل.

د اعلامیې له مخې؛ د سویډن لومړي وزیر په پراختیایي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو او همداراز له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ولیمشر ته د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

دغه راز ویل شوي، چې  په افغانستان کې د اوربند ټینګښت او د جګړې او وینې بهېدو پای ته رسېدل مونږ ته لومړیتوب لري او سویډن د سولې له هغه بهیره ملاتړ کوي، چې نه یوازې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنه وکړي، بلکې د خپلواک، ډیموکراټیک او متحد افغانستان لامل هم شي.

Trending

Exit mobile version