سیمه ییز خبرونه

د سيمه ايزو چارواكو كار كړنې په رسنيو كې ډېر لږ انعكاس مومي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مسئولين وايي، چې د سيمه ايزو چارواكو كار كړنې په رسنيو كې ډېر لږ انعكاس مومي، خو د رسنيو مسئولين بيا نيوكه كوي، چې سيمه ايز چارواكي نه غواړي دقيق معلومات له رسنيو سره شريك كړي.

د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مرستيال عبدالمتين بيك پر سيمه ايزو چارواكو غږ كوي، چې خپلې كړنې او فعاليتونه په روښانه توګه له رسنيو سره شريك كړي او خلكو ته ځواب ووايي.

كه څه هم ولايتي شوراګاني تازه بنسټه ادارې بلل كېږي، خو دسيمه ايزو ارګانونو خپلواكه اداره په دې باور ده، چې په تېرو څو كلونو كې ولايتي شوراګانو د لانجو په حل، له پروژو په څارنه او د سولې بهير ته د وسله والو د راكاږلو په برخو كې خپل اغېزناكتوب ښودلى دى.

په همدې وخت كې د سيمه ايزو شورا ګانو د چارو د انسجام رئيس سعيد احمد خاموش وايي، چې يو شمېر ولايتي شوراګانې دومره كمزورې دي، چې د خپلو رسمي غونډو د جوړولو توان هم نلري.

د سيمه ايزو چارواكو د كمزوريو او وړتياوو د انعكاس په برخه كې په داسې حال كې له رسينو د مرستې غوښتنه كېږي، چې په زياترو مواردو كې ولايتي چارواكي خبريالانو ته معلومات نه وركوي او يا هم خبريالان ګواښي.

Trending

Exit mobile version