سیمه ییز خبرونه
د سيمين باركزۍ دوه استازي دې د نوموړې دوسيه له سره وڅېړي- حامد كرزى
افغان ولسمشر حامد كرزي غوښتي، چې:
سيمين باركړۍ دې خپل دوه استازې معرفي كړي، چې د نوموړې دوسيه له سره وڅېړي.
د تغيير و اميد ائتلاف په داسې حال كې، چې د سيمين باركزۍ د اعتصاب ستاينه كوي وايي، چې:
كه ټاكنيزو بنسټونو او افغان دولت خپله دنده په سمه توگه تر سره كړې واى؛ نو هيڅ كله به داسې ستونزې ورته نه وې را منځته شوې.
بل خوا د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په خپله تازه فتوا كې هر ډول غدايي اعتصاب حرام بللى او زياته كړې يې ده:
هرڅوك، چې په ورته كار لاس پورې كوي په دې معنا ده، چې د اسلام د دين خلاف عمل تر سره كوي.
ولسي جرگې د چهارشنبې(د تلې ۲۰) عمومي غونډه په پاشلې اجنډا او بېلابېلو بحثونو پيل كړه.
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د غونډې په پيل كې د سيمين باركزۍ د غذايي اعتصاب د پاى ته رسولو لپاره د حل لارو چارو د پيدا كيدو غوښتنه وكړه .
په پارلماني چارو كې د دولت وزير همايون عزيزي وايي:
افغان ولسمشر د ولسي جرگې له رييس عبدالروف ابراهيمي څخه په ټيليفوني اړيكه كې وغوښتل، چې سيمين باركزۍ دې خپل دوه استازي معرفي كړي، چې د نوموړې دوسيه له سره وڅېړي.
په غوڼده كې ناندرې او گډوډ بحثونه د دې لامل شول، چې په ولسي جرگه كې ښځينه استازې د څو شيـبو لپاره د سيمين باركزۍ په ملاتړ له غونډې ووځي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف وياند اسد الله سعادتي په دې اړه د ټاكنو پرخپلواك كميسيون نيوكې وكړې او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس فضل احمد معنوي د محكمه كيدو غوښتنه يې وكړه.
د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ وايي:
له قانون څخه ملاتړ ائتلاف د سيمين باركزۍ غوښتنې ته بله بڼه وركوي.
د ولسي جرگې غړې فاطمه نظري وايي، چې:
د سيمين باركزۍ موضوع بايد ځانگړې سياسي بڼه خپله نه كړي.
په پاى كې د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي د رايو په اكثريت پرېكړه وكړه، چې له سيمين باركزۍ څخه د ليدنې په موخه د نوموړې خيمې ته ولاړشي.
د ميرمن باركزۍ غذايي اعتصاب د دې لامل شوى، چې شپږ تنه نورهم له نوموړې د ملاتړ په توگه پرغذايي اعتصاب لاس پورې كړي.
كه څه هم نوي پارلمان يو كال وړاندې په كارپيل كړى، خو په ولسي جرگه كې د خپلمنځيو ستونزو او كړكېچونو پر لامل دغه جرگه نه ده توانيدلې، چې خپلې اساسي دندې، چې د دولت له كړنو څارنه، قانون جوړونه، د خلكو د ستونزو حل او له هغو څخه استازيتوب دى؛ تر سره كړي.