سیمه ییز خبرونه
د سيمين باركزۍ پردوسيه د بيا كتنې چمتوالى اعلان شو
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي د سه شنبې په ورځ(د تلې په۱۹) چې له ولسي جرگې څخه د ايستل شوې ميرمن باركزۍ د غذايي اعتصاب لسمه ورځ وه، په يوه خبري غونډه كې د نوموړې پر تړل شوې دوسيې بيا كتنې ته خپل چمتوالى اعلان كړ او مدني ټولنې، فيفا او نورو اړوند مراجعو ته يې معلومات وړاندې كړل.
په دې اړه د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال حبيب الله بختيال څرگنده كړې، چې:
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي په جوړه شوې خبري غونډه كې ټينگار وكړ، چې كميسيون په خپلو چارو او د نهه غړيو د ايستلو په پروسه كې له پوره دقت څخه كاراخيستى دى.
د هغه په وينا:
د سيمين باركزۍ په گډون په ولسي جرگه كې د نهه كسانو د پاتې كېدو هيڅ دليل نه شته؛ ځكه په وينا يې رايې ترنورو لږې وې.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مشر فضل احمد معنوي وويل، چې:
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ښاغلې ميرمن باركزۍ د دوسيي بيا څېړلو ته تياردى.
معنوي د ميرمن باركزۍ د هغو څرگندونو په اړه، چې كه نوموړې خپل ژوند له لاسه وركړي؛ نو ولسمشركرزى او د ټاكنو خپلواك كميسيون به مسوول وي، وويل:
د موضوع د نور رڼښت لپاره دې د ملي شورا يوه پلاوي ته دنده وسپارل شي، چې د ميرمن سيمين باركزۍ دوسيه وڅېړي؛ دوى به په دې برخه كې بشپړ او پوره معلومات وروسپاري.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وروسته له هغې دغه دريځ اعلانوي، چې ميرمن سيمين باركزۍ له تېرو لس ورځو راپديخو د نه خوړلو اعتصاب كړى او ډاكټرانو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ گڼلى دى.