تازه خبرونه
د سيمې هېوادونه بايد د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې ژمنې تازه كړي
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت مسوولين وايي، د سيمې هېوادونه بايد د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې ژمنې تازه كړي.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزير دين محمد مبارز راشيدي وايي، چې د نړيوالې ټولنې زياتره مرستې، چې د نشه يي توكو د مخنيوي لپاره يې كړي، بيځايه لگيدلي دي؛ نو، ځكه نشه يي توكي اوس هم د يوې جدي ستونزې په توگه شتون لري.
د ښاغلي راشيدي په وينا، د افغان حكومت او د سيمې د هېوادونو گډې او همغږې هڅې كولى شي، له نشه يي توكو سره روانه مبارزه اغېزمنه كړې.
ښاغلى راشيدي د سيمې پر هېوادونو غږ كوي، چې په خپلو هېوادونو كې نشه يي توكو ته د تقاضا كچه راټيټه كړي.
په كابل كې د ايران سفير محمد رضا بهرامي وايي، چې ايران غواړي خپلې پولې كنټرول كړي او له افغانستان سره د نشه يي توكو د مبارزې د پوليسو په روزنه او روږدو كسانو په درملنه كې مرسته وكړي.
د تاجكستان له نشه يي توكو سره د مبارزې د ادارې رييس رستم شاه نظروف وايي:
تاجكستان د نشه يي توكو د له منځ وړلو لپاره په گډه مبارزه ټينگار كوي او غواړي، چې د دغو توكو په وړاندې د مبارزې لپاره خپله همكارى نوره هم چټكه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملگرو ملتونو له نشه يي توكو سره د مبارزې ادارې د رپوټ له مخې په دوه زره ديارلسم كال كې د نشه يي توكو كركيله شپږ دېرش په سلو كې زياته شوې ده.