سیمه ییز خبرونه

د سيمې هېوادونه بايد په دې تمه ونه وسي، چې ناټو يا آسياف به سيمه له ترهګرو پاكه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وايي، چې د سيمې هېوادونه بايد په دې تمه ونه وسي، چې ناټو يا آسياف به سيمه له ترهګرو پاكه كړي بلكې دوى په خپله بايد په صادقانه ډول په دغه مبارزه كې برخه واخلي.

ولسمشر حامد کرزي د شانګهاي د همکاریو د سازمان په غونډه کې، چې د قرغزستان په مرکز بکشکیک کې جوړه شوې وه وويل:

افغانستان کلونه کلونه د تروریزم پر ضد د نړیوالې مبارزې لمړۍ کرښه وه، خو بیا هم دومره پرمختګونه شوي، چې پخوانیو بدبختیو ته د دې هېواد د بیا ستنېدو مخنیوی کولای شي.

ولسمشر حامد کرزي همدارنګه زیاته کړه، چې د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې بری د سیمیزو هېوادونو په صادقانه هڅو پوری تړلی دی.

افغان ولسمشر حامد كرزى همدارنګه وویل، تروریزم او زیاتېدونکی افراطیت یوازې هغه مهال ماتې خوړلای شي، چې په سیمه کې د تروریزم پر ضد مبارزه کې صادقانه همکاري وي همدا راز دلته په دې سازمان کې د حاضرو هېوادونو په  ملاتړ او تعهد  پوري هم  ارتباط لري.

د قرغزستان ولسمشر الماس بیګ اتمباییف په افغانستان کې د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې هلته د سخت دریځو او تروریستي ډلو فعالیت د زیاتېدو په حال کې دی.

سیاسي کارپوه مير احمد جوینده او د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري په دې باور دي كه د سيمې او د افغانستان ګاوندي هېوادونه د ثبات لپاره په ګډه كار ونه كړي، ښايي سيمه په ناورين او سرخوګيو بدله شي.

د شانګهای د همکاریو د سازمان بله غونډه به راتلونکی کال په دوشنبه کې وشي او تاجکستان به په ۲۰۱۴ (میلادي) کال کې د دې سازمان دوره یې مشري کوي.

Trending

Exit mobile version