سیمه ییز خبرونه
د سيمې په كوم بل هېواد كې د طالبانو د دفتر د بيا پرانستې هڅې
اسلام آباد او واشنگتن هڅې كوي، چې د سولې د خبرو د پيليولو لپاره د سيمې په كوم بل هېواد كې د طالبانو دفترپرانستل شي.
د پاكستان د اكسپرس تريبون ورځپاڼه په ډاگه كوي، چې امريكايي او پاكستانيو مقاماتو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيلولو په اړه خبرې كړي او دواړه اړخونه په دې هيله دي، چې د سيمې په كوم درېيم هېواد كې ورته دفتر پرانزي.
اسلام آباد ته د جان كيري په وروستي سفر كې له طالبانو سره د بيا خبرو كولو هيلې راوټوكيدلې دي.
د پاكستان د ملي امنيت او د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو مشاور سرتاج عزيز وايي، چې هېواد يې د سولې خبرو اترو ته آسانتياوې رامنځته كوي.
د نوموړي په وينا، له طالبانو سره د سولې د خبرو بهيرپيليدل مهم دى نه يې ځاى. دا كه خبرو ته دوبۍ يا استانبول غوره كيږي او كه كوم بل ځاى ، مونږ به يې بهير آسانوو.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار وايي:
افغانستان د طالبانو د دفتر د بيا پرانستلو لپاره غوره ځاى دى او همدلته به پرانستل شي.
د طالبانو د جیش المسلمین گوند پخوانى رهبر سيد اكبر آغا وايي: طالبان اوسنى سياسي حاكميت په رسميت نه پېژني؛ ځكه ، نو له دې دولت سره د خبرو بهير ته نه ورگډيږي.
د سيد اكبر آغا په وينا، يو بې طرفه موقت حكومت دې جوړ شي، چې له طالبانو سره د خبرو خنډونه له مخې ليرې كړي.
د سيمې په درېيم هېواد كې د طالبانو د دفتر د بيا پرانستې خبرې په داسې حال كې راپورته شوي، چې دفتر يې په تېرو څو ورځو كې تړل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې په قطر كې د طالبانو د دفتر د تړل كيدو ستر لامل د گوانتانامو زندان د بنديانو پر تبادلې د امريكايانو نه رضايت ښودل شوى دى.