1393ټاكنې
د سټنډرډ په عالي شورا کې ۲۴ سټنډرډونه ومنل شول
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیضالله تمیم، د دې شورا دایمي غړیو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیضالله تمیم، د دې شورا دایمي غړیو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لومړني ګامونه پورته کوي، چې اړتیا ده د سیمهييزې او نړیوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم تولیدات، محصولات او خدمات وړاندې کړي.
د ملا عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې؛ سټنډرډونه د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار تضمینوونکي دي، چې په ملي، سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې نه یوازې سیالي وکړي، بلکې پر نړیواله کچه هم ومنل شي.
ملابرادر وایي: هر سټنډرډ، چې مونږ یې په افغانستان کې منو او پلی کوو؛ په حقیقت کې د هېواد له اقتصادي ودې او دوامداره پراختیا سره اساسي مرسته کوي.
هغه پر ټولو ملي سوداګرو او صنعتکارانو غږ وکړ، چې د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټندرډونو په نظر کې نیولو سره باکیفیته تولیدات او محصولات هېوادوالو ته وړاندې کړي.
ویل کیږي، چې دغه سټنډرډونه د خوراکي، ساختماني، نفتي، کیمیاوي او پلاسټیکي توکو او همدا راز نساجي اړوند دي.
