نړۍ

د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د اصلي تورن محاکمه د ۲۰۲۸ز.کال په جون کې ترسره کیږي

دا پرېکړه په ګوانتانامو زندان کې د دغو څلورو بندیانو د دوسیو په اړه له نږدې دوه لسیزو ځنډ او حقوقي اختلاف وروسته شوې ده.

Published

on

د امریکا یوې پوځي محکمې قاضي د چارشنبې پر ورځ امر کړی، چې د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د طرحې پر تور خالد شیخ محمد او درې نور تورن کسان به د ۲۰۲۸ز.کال د جون په یوه پوځي محکمه کې محاکمه شي.

دا پرېکړه په ګوانتانامو زندان کې د دغو څلورو بندیانو د دوسیو په اړه له نږدې دوه لسیزو ځنډ او حقوقي اختلاف وروسته شوې ده.

تېره میاشت د امریکا یوې استیناف محکمې له هغې هوکړې سره مخالفت وکړ، چې له مخې یې خالد شیخ محمد او دوه نورو تورنو کسانو کولی شول پخپلو جرمونو اعتراف وکړي او له اعدام څخه وژغورل شي.

دغه هوکړه تېر کال د ګوانټانامو د پوځي محکمې د مسوول له‌خوا منل شوې وه؛ خو د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټن په اګست کې لغوه کړه. یو شمېر جمهوري غوښتونکو قانون‌جوړوونکو هم له دې هوکړې سره مخالفت کړی و.

د نوي حکم له مخې، د خالد شیخ محمد او درې نورو تورنو کسانو( ولید بن عطاش، مصطفی الحوساوي او علي عبدالعزیز علي) محاکمه به د ۲۰۲۸ز.کال د جون پر پېنځمه پیل شي.

په لومړي پړاو کې به د پوځي پلاوي غړي، چې د منصفه پلاوي په توګه دنده ترسره کوي وټاکل شي. له هغې وروسته به څارنوالۍ خپل شواهد وړاندې کړي او تورنو کسانو ته به هم د خپلې دفاع فرصت ورکړ شي.

پوځي قاضي د څارنوالانو هغه وړاندیز هم رد کړی، چې غوښتل یې محاکمه د ۲۰۲۷ز.کال په جنورۍ کې پیل شي. هغه ویلي، چې له محاکمې مخکې د حقوقي موضوعاتو د څېړلو لپاره به کافي وخت نه‌وي.

خالد شیخ محمد د ګوانټانامو له نوموتو بندیانو څخه دی. هغه تورن دی، چې په امریکا کې یې د سپټمبر د یوولسمې بریدونو طرحه جوړه کړې وه؛ هغه بریدونه، چې په ۲۰۰۱ز.کال کې یې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل.

Trending

Exit mobile version