تازه خبرونه
د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو شونتیا له پاکستان څخه ډېره ده – افغانستان
د افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له دې مخکې ادعا کړې وه، چې د سپټمبر یوولسمې ته ورته برید ښايي یو ځل بیا د افغانستان له خاورې وشي.
په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي آصف دراني له وروستیو څرګندونو وروسته د د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خپل پرېکنده غبرګون څرګند او هغه یې د عامه ذهنیت مشوشول یاد کړل.
د افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له دې مخکې ادعا کړې وه، چې د سپټمبر یوولسمې ته ورته برید ښايي یو ځل بیا د افغانستان له خاورې وشي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضياء احمد تکل دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وایي، چې د سپټمبر د يوولسمې په څېر بريدونه له افغانستان څخه نه، بلکې له پاکستان څخه شوني دي.
هغه زیاته کړې؛ افغان حکومت توانېدلی، چې د داعش ډله پوره وځپي او که د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم د دغې ډلې پټنځایونه له منځه ولاړ شي؛ د دغې ډلې ګواښ به بشپړه له منځه ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي: آصف درانی باید پوه شي؛ دا د ډیپلوماټانو دنده ده، چې په رسنیو کې د داسې احساساتي څرګندونو مخه ونیسي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز کوي.
