ساینس او ​​ټیکنالوژي

د سپیس ایکس بېړۍ لومړني ولسي ستورمزلي خوندي راستانه شول

Published

on

د شنبې پر ورځ د اطلس اوقیانوس د فلوریډا ساحل ته د سپیس ایکس بېړۍ لومړني څلور ولسي ستورمزلي خوندي راستانه او د ځمکې مدار ته لیږل شوې درې ورځنۍ الوتنه یې بشپړه کړه.

رویټرز څرګنده کړې؛ د دغه ماموریت بریالی پیل او بېرته خوندي راستنیدو، فضا ته د انسان له الوت ۶۰ کاله وروسته سوداګریز سیاحت ته زمینه برابره او د دې صنعت یو بل اړین پړاو یې پر ګوته کړ.

د دغې فضایي بېړۍ د چارو مدیر ټود لیف ایرکسن د یادې عملې له خوندي راستنېدو وروسته خبریالانو ته په ډاګه کړې، چې دوه یم فضایي پړاو ته ښه راغلاست!

سپیس ایکس د توغندي جوړولو خصوصي شرکت دی، چې د برښنایی موټر جوړونکي ټیسلا شرکت عامل مدیر ایلون مسک لخوا جوړ شوی؛ هغه یې فضا ته چمتو کړی، الوتنه یې څارلې او اړوند نور عملیات یې تر سره کړي دي.

د سپیس ایکس کریو ډریګون بېړۍ درې ورځنی ماموریت د ریسېلینس په نوم په داسې حال کې پای ته ورسېد، چې له لمر لویدو مخکې یې په آرام سمندرونو کې چټکه پاراشوتي ننداره وړاندې او د یوټیوب له لارې په ژوندۍ بڼه خپره هم شوه.

د یوه ساعت په بهیر کې د عملې څلور غړي له موسکا ډکه خوله د بېړۍ له یوې لارې یو- یو راڅرګند شول او بیا هغه نقلیه واسطه له سمندر څخه پورته شوه.

دا لومړی ځل دی، چې څلور تنه سیلانیان پخپل ځانګړي لګښت د ځمکې مدار ته ولاړل او خوندي راورسېدل. دا ډول سفرونه د نړۍ د دوه سترو میلیارډرانو ریچارډ برانسن او جیف بیزوس له لوري پیل شوي دي.

Trending

Exit mobile version