تازه خبرونه
د سپین بولدک او چمن ترمنځ په لاره کې د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې څېړنه پیل شوه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې د روان کال د لړم پر ۲۳ نیټه د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته په ورتلونکې لار کې د یو ناڅرګند کس پر ډزو یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت یاده پېښه خواشینوونکې بولي او د پېښې د څېړلو او د عاملینو د پیدا کولو لپاره یې یوه لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده.
له ډزو وروسته، پاکستان د تګ راتګ لار او پوله تر نامعلوم وخت پورې وتړله.
د پاکستان امنیتي چارواکو د امریکا غږ ډیې خپرونې ته ویلي، چې د پاکستان هڅې د خبرو اترو له لارې ناکامه شوي؛ خو د دوشنبې پر ورځ کومه نښته نده شوې.
د سپین بولدک او د تورخم شمال لویدیځې پولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او ترانزیتي سوداګرۍ لپاره په وچه کې د پرتو سوداګریزو لارو په توګه کار کوي.
خلکو او سوداګرو ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لخوا د چمن لار تړلې ده، چې له کبله یې د پولې دواړو غاړیو ته خلکو او د سوداګریزو توکو سوداګرو ویلي، چې خلک او پر سوداګریزو توکو بارډېر موټر د لارې خلاصېدو ته په تمه ولاړ دي.