پرمختګ او بشپړتیا

د سړک جوړولو د دولس پروژو تړونونه لاسلیک شول- درانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت له خصوصي شرکنونو سره د سړک جوړولو د دولس پروژو تړونونه لاسلیک  کړل، چې  پرې ۵۲۱ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، په دې پروژو کې د سړکونو قیر، کانکریت، بیا رغاونه او کریړ په نظر کې نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، دغه پروژې به په  شپږ میاشتو کې نهه ناامنو ولایتونو ته پلې شي.

د هغه په وینا؛ دغه سړکونو پلونه هم لري، چې په سمنګان، فاریاب، پروان، ننګرهار، غور، کابل، کاپیسیا، کندهار او جوزجان کې ۲۲۱ کلي نښلوي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې دغه پروژې د نړیوال بانک او حکومت لخوا تمویلیږي.

د خلکو استازي وایي، شرکتونه دې د پروژو په تطبیق کې معیار په پام کې ونیسي.

دغه پروژې به خلکو ته  د تګ راتګ په برخه کې ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي او پر کرنه او اقتصاد به مثبت اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version