تازه خبرونه

د سږني ژمي په طبیعي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۱

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت څرګنده کړې؛ په تېرو شل ورځو کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۱۷۰ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اورښتونو، واورې ورېدو او د ژمي د يخنۍ له کبله نږدې ٨٠زره څاروي له منځه تللي او د استوګنې ١٥٠ کورونه پوره يا نیمه ويجاړ شوي دي.

د طبیعي پېښو د تلفاتو د مخنیوي لپاره دغه وزارت له مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتي، چې اړمنو او ټپیانو ته د بشري مرستو رسول روان وساتي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي: بشري مرستې باید سیاسي نشي او په دې ناوړه وضعیت کې له هېوادونو او مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، چې د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.

په ورته وخت کې سختې واورې په یو شمېر ولایتونو کې لارې تړلې دي.

د ټولګټو وزارت د مواصلاتي لارو او ټولو لویو لارو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.

دغه وزارت وايي، د سالنګونو لویه لار یوازې د مسافرو پر مخ خلاصه ده؛ خو د بامیانو د حاجيګګ کوتل تړل شوی دی.

سربېره پر دې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکیو درې ورځو کې له سختو واورو او بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې مرکز مشر محمد جمعه نوروزي ویلي: د هوا پېژندنې د بېلابېلو نقشو او موډلونو د تحلیل له مخې؛ په راتلونکیو درې ورځو کې به د هېواد په سویل، سویل ختیځ، ختیځو، مرکزي ولایتونو، کابل او سالنګونو په ګډون نسبتاً سخت بارانونه او واوره وورېږي.

Trending

Exit mobile version