تازه خبرونه

د سږکال له پیله پر کنړ تر اووه زره زیات توغندي توغول شوي: د کنړ امنیه قوماندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرگې د کنړ په سرحدي سیمو توغندیز بریدونه وغندل او له ولسمشر یې وغوښتل چې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دا ستونزه او د پاکستان د لاسوهنو د پای ته رسولو لپاره یوه حل لار وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کنړ په سرکاڼو ولسوالۍ اوولس توغندي وتوغول؛ خو د کنړ امنیتي چارواکي وایي، تازه بریدونه د سرزیان نه لري؛ خو خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د کنړ امنیه قومندان وایي، تازه توغندیز بریدونه د سرکاڼو په ولسوالۍ شوي. هغه وایي، پاکستاني ځواکونه په کنړ پرته له دې چې کوم دلیل ولري، توغندي توغوي. هغه همداشان د پاکستان دا بریدونه د نړیوالو قوانیو خلاف عمل وباله .
د کنړ د امنیه قوماندان په خبره د سږکال له پیله پر کنړ د دیورند کرښې له هغې غاړې تر اووه زره زیات توغندي توغول شوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۸ تنه وژل شوي او ۸۱ تنه نور ټیپیان شوي دي .
سید خیل زیاتوي چې په دې بریدونو کې ۴۶۴ څاروي هم له منځه تللی او ۵۴۵ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version