1393ټاكنې

د سیاسي هوکړو له وروستی کیدو مخکې د پایلو اعلان بحران ته لاره پرانیزي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عبدالله عبدالله د تیم غړي وايي، د دواړو نوماندانو د سیاسي هوکړو له وروستی کیدو مخکې د پایلو اعلان بحران ته لاره پرانیزي.

نصرت پارسا گزارش راکوي، چې د نوماندانو خبرې اترې په تخنیکي اړخ کې په ټپه دریدلي؛ خو د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه بحث روان دی. دواړه نوماندان هڅه کوي، چې نن د ورځې په اوږدو کې هر څه روښانه کړي.

که څه هم د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ خبرو اترو تر دې دمه کومه پایله نه درلوده؛ خو هڅه کیږي، چې نن (د وږي ۷) نوې خبرې اترې تر سره او د اجرائیوي څوکۍ د صلاحیتونو په اړه بشپړې هوکړې ته ورسیږي.

د عبدالله عبدالله د تیم غړی محمد ناطقی وایي، د دواړو نوماندانو دغه هوکړه ډېره مهمه ده. که هوکړه پرې ونه شي، نوی بحران به رامنځته کړي.

 

د اشرف غني احمدزي د تیم غړی طاهر زهیر هیله من دی، چې تر څلور یا پېنځه ورځو به د ټاکنو پایلې اعلام او په ډاگه شي او نوی ولسمشر به ارگ ته ننوځي.

دې ډلې ته د ټاکنو پایله د منلو وړ ده که څه هم گټونکي نه وي؛ خو دا وروستی پریکون یې د دې لامل شو، چې اشرف غني تیم هم کمیسیون ته له ورتگه ډډه وکړي.

دا ځوم ځل دی، چې عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمیسیون سره خپل پرېکون اعلاموي. اوس؛ نو کمیسیون اړدی، چې د ارزونې بهیر تر سره او پایلې اعلام کړي.

 

د سیاسي چارو کارپوه فدا محمد نظري آریانا نیوز ته په خپلو خبرو کې وویل؛ که پایلې اعلام شي هیڅوک حتا جان کري یې ردولی نشي.

هغه په ډاگه کړه، چې بایلونکی کولی شي سترې محکمې ته د بل په خلاف خپل غوښتنلیک وړاندې کړي او په دې توگه جوړې شوې ناندرې پای ته ورسیږي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملگرو ملتونو سازمان ځانگړي استازي دپنجشنبي په ورځ(د وږي۶) له جمهوررییس حامد کرزي سره وکتل.

ښاغلي یان کوبیش وویل، چې د رایو د ارزوني بهیر ښه پر مخ روان دی؛ خو د روان کال د وږي د میاشتې تر یوولسمې( سپټمبر۲ ) پورې د دغه بهیر پای ته رسېدل ممکن نه دي.

نوموړي هیله څرگنده کړه، چې د رایو د ارزونې بهیر به د روان کال د وږي د میاشتې تر نولسمې(سپټمبر۱۰) پورې پای ته و رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ملگرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د جمهوررییس حامدکرزي په نامه په یوه لیک کې د ټولو انتخاباتي رایو د سل په سلوکې د تفتیش په موخه د اگست له دوه یمې څخه د یوې میاشتې لپاره د نوي جمهوررییس د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version