تازه خبرونه

د سیاسي هوکړې ته د ارګ او سپیدار هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۳۹۹)

د ارګ او سپیدار تخنیکي ډلې د سیاسي هوکړه لیک د وروستي کولو او د سیاسي کړکېچ پر اوارولو کار کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړې په هکله د جزییاتو شریکول، له وخت مخګې ګڼي؛ خو وایي، د سیاسي ناندریو د حل لپاره پرمختګونه شوي او که خبرې ورستۍ  شوې، جزییات به یې له خلکو سره شریک شي.

بلخوا سرچینو ویلي، د اشرف غني او عبدالله د سیاسي هوکړه لیک ضمانت به نړیوال بنسټونه وکړي.

په ښکاره، دوه سرسخت سیاسي مخالفین یو ځل بیا یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. د دواړو لورو تخنیکي  ډلې اوس د هوکړې په وروستي کولو کار کوي. کومه هوکړه چې کابینه کې د دواړو څېرو ګډ کار ته، زمینه برابروي.

عبدالله قرلق، د ملي جنبش ګوند مرستیال، وایي چې تخنیکي ټیمونه د هوکړې د جزییاتو پر بشپړولو کار کوي، امید شته چې ژر به پای څرګند شي.

ارګ هم د سیاسي ناندریو د حل لپاره د پرمختګونو خبره کوي؛ خو د دې هوکړې د منځپانګې د جزییاتو ورکول له وخت مخکې بولي.

صدیق صدیقي، د ولسمشر ویاند، داسی وایي: “هرکله چې توافق بشپړ شو، جزییات به یې له تاسو او خلکو سره شریکه کړو.”

خو پوښتنه دلته ده چې که ارګ او سپیدار خپلو کې هوکړه کوي، منځپانګه به یې څرنګه اجرایي ضانت پیدا کړي؟

شهزاده مسعود، حامد کرزي ته نږدې کس ، وایي چې دغه هوکړه به د نړیوالې ټولنې لخوا ضمانت کړل شي.

دې ته په کتو، سرچینو ویلي، د ارګ او سپیدار ترمنځ هوکړه سیاسي ده، او پنځه کلن ضمانت نه لري، ځکه دا طرحه د سولې ټینګېدو په صورت کې بې اعتباره پیژندل کیږي.

Trending

Exit mobile version