تازه خبرونه
د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي له یوه وسلواله بریده روغ وتلی
د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي نن ماښام ( مرغومي ۲۳) کور ته نږدې د درېیم مکروریان په اړوند سیمه کې له یوه وسلوال بریده روغ وتلی دی.
نوموړي له آریانا نیوز سره په خبرو کې دغه برید تائید کړی او وایي، چې خپله ترې ژوندی وتلی؛ خو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
تر دې دمه هیچا د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې؛ نن ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې د درېیم مکروریان په اړوند سیمه کې د احمد سعیدي کور ته نږدې د پولیسو پر پوسته ډزې شوي، چې یو پولیس ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
دغه راز د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې له مخې؛ په ننګرهار کې د امریکا سفارت د چارسمبالي د وژلو هڅه شنډه شوې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د داعش څلور کسیزې ډلې غوښتل راس ویلسن او ورسره افغان چارواکي ووژني؛ خو دغه ډله د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوې ده.
د یادونې ده، چې له موخه ییزو وژنو د هېواد ولسونه په ځانګړي توګه کابل ښاریان ډ ېر اندېښمن شوي دي.
