سیمه ییز خبرونه

د سیاسي ګوندونو مشران هڅه كوي تر څو راتلونكو ټاكنو ته يوه ګډ ملي ائتلاف را مېنځ ته كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د يوولسو سياسي ګوندونو مشرانو د يو ملي ائتلاف د جوړېدو له پاره بحثونه پېل كړي دي. دوى هڅه كوي تر څو راتلونكو ولسمشريزو ته په يو نوماند باندې سره سلا شي.

د افغانستان ملي ائتلاف، ملي جبهي، او حق او عدالت د ګوندونو غړي هڅه كوي تر څو د راتلونكو ټاكنو له پاره يو لوى ملي ائتلاف را مېنځ ته كړي.

ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو د معرفي كېدو په رانږدې كېدو سره د سياسي ګوندونو او سازمانونو مشرانو هم خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي.

زلمى خليل زاد، ډاكټر عبدالله عبدالله، ضيا مسعود، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، امر الله صالح، حنيف اتمر، علي احمد جلالي، يونس قانوني او قيوم كرزی هغه پېژندل شوي سياسي مشران دي، چې هڅه كوي تر څو راتلونكو ټاكنو ته يوه ګډ ملي ائتلاف را مېنځ ته كړي.

پر يو نوماند د سلا كېدو طرحه لومړی ځل د عطا محمد نور له خوا په كابل كې د هغو ليدنو كنتو پر مهال، چې له سياسي مشرانو سره په ځانګړې ډول له زلمي خليل زاد سره يې درلودې وړاندې شوې ده،  خو پوښتنه دا ده، چې وروستې پيل شوي سياسي بحثونه به په دغه برخه كې څومره مثبته پاېله ولري.

داسې وېل كېږي، چې دغه سياسي مشران، چې اوس سره را ټول شوي ولسمشريزو ټاكنو ته يا خو خپله او يا  يې د خپلو ګوندونو غړي نوماند كړي دي.

خو پوښتنه دا ده، چې ايا تمه كېداى شي، چې دوى راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته پر يو نوماند سره سلا شي؟

په پام كې ده، چې ولسمشريزې ټاكنې د ۱۳۹۳ كال د حمل په مياشته كې تر سره شي او تر راتلونكي يوې مياشتې پورې دغو ټاكنو له پاره نوماندان به د ټاكنو د كميسيون په فهرست كې خپل نومونه ثبت كړي.

Trending

Exit mobile version