سیمه ییز خبرونه
د سیاسي گوندونو په اړه د عدليې وزارت څرگندونې له غبرگون سره مخ شوې
په هېواد کې یو شمېر سیاسي گوندونو د عدليې وزارت د وروستیو څرگندونو په غبرگون کې په ډاگه كړې، چې:
د امنیتي شرایطو له كبله نشو کولی، چي خپل ولایتي دفترونه پرانیزو.
دوى د عدليې وزارت دغه نوې مقرره د سیاسي گوندونو په وړاندې یوه سیاسي توطعه بولي.
عدليې وزارت ویلي، هغه لسگونه سیاسي گوندونه، چې یو کال مخکې له دوی سره ثبت شوي؛ د قانوني معیارونو د نه پوره کولو له كبله به ترې جواز واخیستل شي.
د دې وزارت د گوندونو د ثبت او بررسۍ رییس ویلي، چې ان یو سیاسي گوند هم په شل ولایتونو کې نمایندگي نه لري. باید له دغو سیاسي گوند ونو څخه جواز بېرته واخیستل شي.
د انصاف گوند رییس احمد شاه ځدران او د ملی ائتلاف گوند غړی فضل الرحمن اوریا دا څرگندونې د قناعت وړ نه بولي او وایي، چې:
د گوندنو د قانون له مخې مونږ ټول شرایط پوره کړي، خو د نوې مقررې پر بنسټ، چي باید سیاسي گوندونه په شل ولایتونو کي رسمي دفتر پرانیزي؛ د امنیتي شرایطو له امله ستونزمنه ده، چې دفترونه په كې پرانستل شي.
د خلق گوند د مشرتابه غړى شېرگل اویستا وايي:
دغه مقرره د سیاسي گوندونو په وړاندې یوه سیاسي توطعه ده.
دا په داسې حال کې ده، چي له عدليې وزارت څخه ۵۵ سیاسي گوندونه د فعالیت جواز غواړي؛ خو د عدلیې وزارت چارواکي وايي، پېنځه څلویښت فعال سیاسي گوندونه، چې له دوى سره ثبت شوي تر دې دمه توانیدلي نه دي، چي قانوني معیارونه پوره کړي.
د عدليې وزارت د چار واکوپه وینا، د افغانستان د سیاسي گوندونو د قانون له مخې کله، چې یو سیاسي گوند له عدليې وزارت څخه د فعالیت جواز اخلي باید د یو ه کال په موده کې لږ تر لږه د هېواد په ۲۰ ولایتونو کي نمایندگي ولري.