تازه خبرونه
د سید جمال الدین افغان کارکړنې او ویاړونه وستایل شول
سید جمال الدین افغان د ختیځ نابغه او افغان انقلابي مشر یادیږي، چې د خپل وخت د خلکو د ویښتابه لپاره یې ډېرې هڅې تر سره کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپل دغه کار موخه سیمې او نړۍ ته د افغانستان د دغه علمي او مذهبي ویاړ د ویاړونو او کارکړنو وروپېژندل دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي، چې د دغه سیمنار موخه د پیاوړي افغانستان د لرلو لپاره د سیمې او نړۍ اجماع ده؛ ځکه، چې دغه هېواد روښانه تېر تاریخ لري.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ سید جمال الدین افغان هغه نابغه و، چې نوم او کړنې یې ملي او نړیوالې دي.
د سیمنار غړیو په ډاګه کړې، چې د سید جمال الدین افغان د ویاړونو او کارکړنو په اړه څېړنې ځوان نسل د افراطیت له منګولو ژغوري او له روښانه راتلونکي یې برخمن کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین سید آقا فاضل سانچارکی وایي، چې د دغه منور او مخکښ شخصیت په اړه د څېړنو پایلې په نه یوازې د ځوان نسل افکار او شخصیتونه اغېزمن کړي، بلکې دغه ستر شخصیت ته هم نږدې کیږي او ځانونه به د افراطیت له منګولو وژغوري.
په افغانستان کې د مصر سفیر هاني صلاح مصطفی سید جمال الدین افغان د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو بنسټوال بوليٍ او وایي، چې اسلامي نړۍ او افغانستان دغه راز شخصیتونو ته اړتیا لري او د هغه خپلواکي غوښتونکي باورونه، کارکړنې او ویاړونه اوس هم د پلي کیدو وړ دي.
سید جمال الدین افغان د کونړ په اسعدآباد ښار کې څه نا څه دوه نیمې پیړۍ مخکې نړۍ ته سترګې رڼې کړي؛ د ملتونو د ویښتابه لپاره یې هڅې د پام وړ دي او تازه یې یوه مجسمه د مصر په پلازمېنه قاهره ښار کې نندارې ته هم وړاندې شوې ده.
سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۹ نېټه د ستوني د سرطان د ناروغۍ له کبله د ترکیې په استانبول ښار کې وفات شو او په ۱۹۴۴م کال کې د افغان دولت په غوښتنه یې تابوت افغانستان ته راولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.