تازه خبرونه
د سید اسحاق ګیلاني دوسیه لویې څارنوالۍ ته رسیدلې
سید اسحاق ګیلاني څه موده وړاندي په اسلام آباد کي یوې ناستې ته ویلي وه، چی هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلی، چي وروسته بیا ملی امنیت د هغه خبرې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللی او له همدې کبله ورته دوسیه جوره او لويې څارنوالی ته استول شوې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی وایي: د سید اسحاق ګیلاني د خبرو موضوع دمګړۍ د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت په اداره کې زمونږ د همکارانو تر څېړنې لاندې ده. د دغې څانګې څارنوالانو نوموړی د بشپړو څرګندونو لپاره راغوښتی، چې له حاضریدو او بشپړو څرګندونو وروسته به د دې موضوع ناڅرګند اړخونه هم روښانه شي.
د افغانستان اساسي قانون له مخې؛ د هېواد هر وګړی، چي ملی ګټی تر پښو لاندې کړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي.
ویل کیږي، چې د نوموړي د زنداني کیدو امکان هم شته دی.
حقوق پوه عین الدین بهادری وایي، چې: په پاکستان کې د سید اسحاق ګیلاني خبرې کیدی شي د لویې څارنوالۍ له لوري امنیتي تعبیر شوې وي. دولتونه، حکومتونه او په ځانګړي توګه لویه څارنوالي د ملي امنیت په اړه د څېړنې صلاحیت لري.
کارپوهان په دی باوردي، چی که د داسی خبرو مخه ونه نیول شي؛ بهرنیو هېوادنو ته به په افغانستان کی د لاسوهنې بشپړه زمینه برابره شي او د لویو بحرانونو شاهد به هم ووسو.
سیاسی کارپوه شیوای شرق وایي: د ملي او مشروع دولتونو دنده د قانون پلي کول، د عدالت غوښتنه راپورته کول او د ملي ارزښتونو او ملي ګټو ساتنه ده.
هغه زیاتوي: زما په اند و باور دا یو قانوني کار دی او قانون باید پلی شي.
د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني له سید اسحاق ګیلاني مخکی ویلی وه، چي د طالبانو کلیدی غړي د افغانستان په خاوره کې دي، نه په پاکستان کې. په داسی حال کې، چې افغان حکومت او د افغانستان ملاتړي هېوادنه په دی باوردي، چی د طالبانو کلیدی مشرا ن په پاکستان کی خوندي پناه ځایونه لري.
خبریال: علی اصغري