بلخ @ps
د سیلابونو د راوتو پر لامل شمالي سالنګ تړل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
تېره شپه اته بجې د سیلابونو د راوتو پر لامل شمالي سالنګ د ترافیکو پر مخ وتړل شو.
د سالنګونو د ساتنې او ژغورنې رییس جنرال رجب نشاط وایي، د سیلابونو پر لامل دغه جاده دولس ځایه زیانمنه شوې ده.
هغه زیاتوي؛ هڅه کیږي، چې د ورځې تر پایه دغه لویه لار مسافرو ته خلاصه شي.
د ده په وینا؛ په ځینو سیمو کې سړک ډېر زیانمن شوی اوبنسټیزې رغونې ته اړتیا لیدل کیږي.