سوداگري

د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې جذب اړین دي – اسلامي پراختیايي بانک

د اسلامي پراختیايي بانک د څرګندونو له مخې؛ د دغه بانک رییس محمد الجاسر د مناپ سیمې د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رییسانو په غونډه کې، چې د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مشر سره یې درلوده؛ د بېړنیو اقتصادي فشارونو پر کابو کولو او په اوږدمهال کې د پرله‌پسې ودې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

Published

on

 

اسلامي پراختیايي بانک د مناپ سیمې ( منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان) د پرله‌پسې ودې او د پیاوړي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي پانګونې پر زیاتوالي او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د اسلامي پراختیايي بانک د څرګندونو له مخې؛ د دغه بانک رییس محمد الجاسر د مناپ سیمې د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رییسانو په غونډه کې، چې د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مشر سره یې درلوده؛ د بېړنیو اقتصادي فشارونو پر کابو کولو او په اوږدمهال کې د پرله‌پسې ودې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

دغه غونډه د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د غونډو په څنډه کې جوړه شوې وه.

د اسلامي پراختیايي بانک په خبرپاڼه کې راغلي؛ الجاسر د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره څلور اساسي لومړیتوبونه پر ګوته کړي دي؛ د لوی اقتصاد د ثبات ساتل، د جوړښتي ستونزو اواری، د خصوصي پانګونې راجلبول او د سیمه‌ییزې همپالنې پیاوړتیا.

هغه د اقتصادي ټکانونو پر وړاندې د غبرګون لپاره د هېوادونو د مالي او بهرنیو زېرمو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په بېخبناوو، بشري پانګې او د اقتصاد د تنوع په برخو کې پانګونه یې د پرله‌پسې ودې مهم عوامل بللي دي.

دغه راز د اسلامي پراختیايي بانک رییس د خصوصي سکټور د مشارکت پر پیاوړتیا او د اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د تمویل د نویو لارو چارو پر کارولو ټینګار کړی دی.

د دې بانک د څرګندونو له مخې؛ د سیمه‌ییزو اړیکو، سوداګرۍ او پانګونې پراختیا کولی شي د سیمې د ارزښت ځنځیرونه پیاوړي او نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

د اسلامي پراختیايي بانک ډلې څرګنده کړې؛ د مناپ سیمې د غړیو هېوادونو لپاره د دغه بنسټ د تمویل د تائید شویو ژمنو ټولیز ارزښت نږدې ۱۰۰ میلیارډ امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. دې بنسټ یو ځل بیا د متنوع، پیاوړو او ټولګډونه اقتصاد د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version