تازه خبرونه

د سیمکارتونو وېش ۹۸ سلنه قانوني شوی دی – مخابراتو وزارت

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۹, ۱۴۰۲

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي، چې په هېواد کې د سیم کارتونو وېش تر ۹۸ سلنې قانوني شوی دی

د دغه وزارت چارسمبالي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د انترنیت بیه له  څخه۴۰ تر ۶۰ سلنې پورې او د تیلیفوني خبرو په هغې کې هم ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارسمبالي نجیب الله حقاني ویلي؛ په تېر کال کې میلیونونه دالر عواید راټول شوي او دا مهال په هېواد کې ۲۳ میلیون سیم کارتونه فعال دي.

دغه راز تېر کال په کابل کې د پستي خدمتونو ۳۹ شرکتونه، چې فعالیت یې نا قانونه و هم تړل شوي او د غیر اخلاقي سایتونو د فعالیت مخه یې نیولې ده.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي؛ په روان کال کې دغه وزارت توانېدلی، چې د مخابراتي شرکتونو د تعرفې لپاره یو حد وټاکي او له مخې یې د کورنیو تیلیفونونو بیه له ۲.۵۸ افغانیو څخه ۱.۵۸ افغانیو ته راټیټه شوې او د بهرنیو تیلیفونونو په بیه کې هم دوه افغانۍ کموالی راغلی دی.

ویل کیږي، چې په هېواد کې د انترنیتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره ۶۴۱ سایتونه له ۲ جي څخه ۳ جي ته بدل شوي او د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت معلومولو په موخه ګرځنده دستګاه فعاله شوې ده.

Trending

Exit mobile version