تازه خبرونه
د سیمې او نړۍ پېچلو بدلونونو افغانستان له اقتصادي فرصتونو بې برخې کړی – عبداللطیف نظري
عبداللطیف نظري د یکشنبې پر ورځ د آریانا نیوز د “تحول” په پروګرام کې ټینګار وکړ، چې د نیابتي جګړو او د قدرتونو ترمنځ چټکې سیالۍ په ځینو برخو کې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو جوړېدا پیچلی کړې او د دې بهیر اداره کول یې خورا ستونزمن کړي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ويلي، چې په سیمه او نړۍ کې پیچلو بدلونونو افغانستان له ډېرو اقتصادي فرصتونو څخه بې برخې کړی دی.
عبداللطیف نظري د یکشنبې پر ورځ د آریانا نیوز د “تحول” په پروګرام کې ټینګار وکړ، چې د نیابتي جګړو او د قدرتونو ترمنځ چټکې سیالۍ په ځینو برخو کې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو جوړېدا پیچلی کړې او د دې بهیر اداره کول یې خورا ستونزمن کړي دي.
هغه ويلي: ” ډېر فرصتونه یې اخيستي دي. اوس هم زمونږ په شاوخوا کې د یو شمېر قدرتونو ترمنځ نیابتي جګړې روانې دي او دا اوږدمهاله سیالان دي. مونږ اړ یوو، چې له دې ټولو سره اړیکې ولرو، چې په ځینو برخو کې د اړیکو رامنځته کول خورا پیچلي کیږي؛ ځکه، چې د قدرتونو ترمنځ جیوپولیتیکه سیالي روانه ده.”
که څه هم نظري ټینګار کړی؛ اسلامي امارت په خپل اقتصادي سیاست کې هڅه کړې، چې په بهرنیو مرستو تکیه ونکړي او له کورنیو سرچینو او ظرفیتونو څخه زیاته او اغېزمنه ګټه پورته کړي؛ خو هغه وایي، چې په اوسني وضعیت کې هم افغانستان دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان ته بشري مرستې له سیاسي مسلو لرې وساتي.
هغه ویلي: “دا له اخلاقو او نړیوالو قوانینو څخه لرې ده، چې بشري مرستې د ځینو هېوادونو لپاره د بهرني سیاست وسیله شي.” “له همدې کبله زمونږ او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل او د نړیوالو مرستو راجلبول یقینا زمونږ لپاره اړین دي او مونږ هڅه کوو، چې ځان مرستې پالیسي غوره او روانه ساتو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراختیا له ټولو اړخونو سره یو مهم هدف وګڼو.”
عبداللطیف نظري همدارنګه ټینګار کړی، چې افغانستان باید د قدرتونو له سیالیو څخه لرې پاتې شي او د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې له هېوادونو سره اړیکې ولري.
د اقتصاد وزارت مرستیال د کډوالۍ زیاتوالي او له هېواد څخه د ځوانانو تېښتې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له مختلفو اړخونو څخه د نظام پر وړاندې منفي تبلیغات دا ستونزه رامینځته کړې ده، خو اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کارموندنې پروژو پر پیلولو او د هېواد له تعلیم یافته ځوانو کارګرو څخه پر ګټې اخیستنې د کډوالۍ او دماغي تېښتې مخه ونیسي.