تازه خبرونه
د سیمې له هېوادونو سره روغتیایي هوکړه لیکونه لاسلیک شول – قلندر عباد
د افغانستان، ایران، عراق او پاکستان هېوادونه د ایران په تهران کې د ګډې غونډې پر مهال د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هوکړې ته ورسېدل.
د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د دې ولایت له روغتیایي برخې سره د ایران له همکاریو خبره ورکړی. هغه له تېرو څو ورځو راپدیخوا په تهران کې د ایران، افغانستان، پاکستان، عراق او د روغتیا نړیوالې ټولنې له غړیو سره د ګډې غونډې پر مهال د سیمې له هېوادونو سره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او په ایران کې یې د افغان داکترانو لپاره د روزنې د زمینې او روغتیایې همکاریو پر زمینې رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د دغو هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیرداکتر قلندر عباد ويلي، چې په سرحدونو کې د ساري ناروغیو د څارنې، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د داکترانو او روغتیايي کارکوونکیو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په ګډون پر درې بېلابېلو روغتیایي مسایلو هوکړې هم شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، چې هرات ته راغلی، د دغه ولایت د روغتون چارې یې هم وڅېړلې او ټینګار یې وکړ، چې د دغه روغتون لپاره به ټولې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد ویلي؛ په راتلونکي کې مونږ منظم پلان لرو، چې ان شاالله د سیمې په ۶۸ طبي پوهنځیو کې به افغان داکتران وګمارل شي او د دې ترڅنګ به زمونږ داکتران په لوی شمېر څانګوالو روغتونونو ته ور وپېژندل شي. د نرسنګ په ډګر کې به ځینې یې د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ایران ښوونیزو پروګرامونو ته وروپېژندل شي.
د عامې روغتیا وزیر وايي؛ په هېواد کې روغتیايي مرکزونه په ځانګړي توګه لوی روغتونونه اوس هم ډېرو آسانتیاوو او تجهیزاتو ته اړتیا لري، چې روغتیايي کارکوونکي مو وکولی شي خلکو ته نور ډېر ښه خدمات وړاندې کړي.
هغه د هرات له حوزوي روغتون څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره به هڅه وکړي او د دغه روغتون ستونزې به هم ژر حل شي.
داکتر قلندر عباد وایي: هرات د لویدیځې حوزې د ولایتونو مرکز دی، چې له ګڼو نورو ولایتونو څخه هم دغه ولایت ته ناروغان راځي. زمونږ هڅه دا ده، چې په دغه ولایت او د افغانستان په لویه برخه کې یو سم روغتیايي سیستم او د درملنې لوی مرکزونه جوړ کړو، چې وکولی شو په بشپړه توګه د ناروغانو درملنه وشي.
په دغه روغتون کې يو شمېر ناروغان د درملو او وسايلو له کمښت څخه هم اندېښمن دي. دوى وايي، چې ډېري درمل له روغتون څخه بهر اخلي؛ ځکه، چې په دغه روغتون کې پوره آسانتياوې نشته.
د هرات اوسیدونکې شکیلا وایي: زه روغتون ته راغلم؛ څوک راته په وړيا توګه څه نه راکوي. زه کونډه يم، د خپل ناروغ درملنه څنګه وکړم؟ نن دومره څه نلرم، چې پرې د خپل ناروغ درملنه وکړم.
د فراه اوسیدونکی غلام احمد وایي: داکټران په دې روغتون کې سمه پاملرنه لري؛ خو د درملو او آسانتیاوو کمښت شته؛ داسې کسان هم شته، چې د درملنې توان نلري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې د جي – ۵ هېوادونو له غونډې ښې پایلې ترلاسه شوي او په راتلونکې کې به د هېواد روغتیايي سیستم نور هم ښه بدلونونه ولري.
ویل کیږي، چې د هرات حوزوي روغتون ته اوس هره ورځ ۱۰۰۰ ناروغان تګ راتګ کوي او سربېره پرهرات دغه روغتون ته له څلور نورو ولایتونو هم ناروغان راځي.