تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي- د هند سفیر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د هند سفیر د سیمې له ټولو هېوادنو غواړي، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې د تامین او جګړو د پای لپاره هڅه وکړي.

څه باندې یوه لسیزه کیږي، چې  افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او تر اوسه د دې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره هر راز هڅو نیتجه نه ده ورکړې.

هند، چې تل پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی؛ وایي، چې ګام په ګام به د افغانستان ملګرتیا وکړي.

په کابل کې د هند سفیر د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ بولي او وایي، د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي.

په کابل کې د هند سفیرمنپریت ووهرا وایي؛ دا مهمه ده، چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې په بیړه د سولې په راوستو او د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

د هغه په وینا؛ زمونږ افغان وروڼه او خویندې اوږده موده کیږي، چې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني شوي دي. چین، روسیه او پاکستان ستر هېوادونه دي او باید خپل رول سم ادا کړي، چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسیږي.

 پاکستان تل په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا له امله په وېره کې دی؛ خو په کابل کې د هند سفیر وایي، د سیمې هېوادونه باید د هغو ډلو مخه ونیسي، چې د افغانانو په وژنه کې ښکېل دي.

د پاکستان اصلي رقیب هند تل په پاکستان کې ترهګرې ډلې د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ بولي او پاکستان د افغانستان د کړکیچ یوه برخه ګڼي. بل لوري ته که څه هم د کشمیر مسالې پر سر د نوي ډيلي او اسلام آباد کړکیچ د هرې ورځې په تېرېدو سره ډيریږي؛ خو اسلام آباد د افغانستان سوله د کشمیر له مسالې سره تړلې بولي.

خبریال : فواد ناصري

Trending

Exit mobile version