سوداگري
د سیګار وروستی راپور له حقیقته لرې دی – اسلامي امارت
د اسلامي امارت مالیې وزارت په افغانستان کې د انجوګانو او موسساتو په اړه د سیګار وروستی راپور له حقیقته لرې ګڼي او رد یې کړ.
په هغې اعلاميه کې، چې پرون (يکشنبه د سلواغې ١٦) د دغه وزارت لخوا خپره شوې راغلي: د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي تفتش دفتر سيګار د امريکا کانګرس ته په خپل درې مياشتني راپور کې ادعا کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت له هغو ادارو او بنسټونو څخه، چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي؛ د جواز د فیس، مالیې او اداري فیسونو تر نامه لاندې پیسې ترلاسه کوي او افغانستان ته د عوایدو لویه برخه چمتو کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت یاد راپور له حقیقته لرې ګڼي او هغه پوره ردوي.
په اعلاميه کې ويل شوي: ماليې وزارت هغه موسسې او انجوګانې، چې د بشري مرستو په برخه کې فعال دي؛ مالیه ورته بښلې.
د مالیې وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د دغو موسسو لخوا پر وارد شویو توکو ګمرکي تعرفه صفر ته رسېدلې او د یادو بنسټونو مالونه له مالیې پرته هېواد ته داخلېږي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له بهرنيو موسسو او بنسټونو څخه يوازې د جواز پیسې اخيستل کېږي، چې هغه کمه اندازه ده او قانوني چوکات لري او له نورو هېوادونو سره انډول وي او د افغانستان پر ملي عايد هیڅ اغېز نکوي.
مالیې وزارت ډاډ ورکړی، چې د مالیې وزارت په ګډون د اسلامي امارت ټول ارګانونه د هغو ادارو او انجوګانو لپاره، چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي اداري، مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دي او د بشردوستانه مرستو په وېش او لیږلو کې دوی ورسره همکار دي.