تازه خبرونه
د شانګهای د غونډې په څنډه کې د پاکستان له چارواکو سره د افغان پلاوي لیدنه وروستۍ شوې نه ده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشرۍ مانۍ وایي، د شانګهای د غونډې په څنډه کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي د لیدو موضوع نه ده وروستۍ شوې.
دغه ماڼۍ وایي، ولسمشر اشرف غني د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د دغه سازمان د یو شمېر غړېو له مشرانو سره ګوري؛ خو له پاکستاني پلاوي سره یې لیدل نه دي وروستي شوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلی، چې پاکستاني لوري له افغان چارواکو سره د لیدو غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي مرتضوي په خبره ولسمشر غني به د شانګهای د غونډې په څنډه کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان له چارواکو سره دوه اړخېزې لیدنې ولري.