Opinion
د شانګهای د همکاریو ټولنه؛ اهمیت، موخې، د افغانستان رول او د بیشکیک د راتلونکې سرمشریزې اغېزې
افغانستان کولی شي د کانونو، کرنې، انرژۍ ،ټرانسپورټ، لوژسټیک، سوداګرۍ او صنعتي تولید په برخو کې د دې ټولنې له هېوادونو سره همکاری پراخه کړي.
د شانګهای همکاریو ټولنه یا «SCO » په تېرو دوه لسیزو کې د آسیا او یوروشیا د سیمې له مهمو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ټولنو څخه ګرځېدلی دی. دا ټولنه په داسې جغرافیه کې فعالیت کوي، چې د نړۍ ځینې ستر قدرتونه، مهم اقتصادي بازارونه او د امنیت له پلوه حساسې سیمې په کې شاملې دي. چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، د منځنۍ آسیا هېوادونه او بېلاروس د دې ټولنې غړیتوب لري. په داسې حال کې، چې افغانستان او منګولیا د څارونکو هېوادونو غوندې له ډې ټولنې سره اړیکې لري. د شانګهای ټولنې اصلي تمرکز یوازې پر امنیت نه دی، بلکې اقتصادي همکاري ،ټرانسپورټ، انرژي، سوداګري، کلتوري اړیکې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سیمهییز ثبات هم د دې ټولنې د اجنډا مهمې برخې دي .
د شانګهای ټولنه څه شی ده؟
د شانګهای همکاریو ټولنې بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې کېښودل شو. د دې ټولنې د جوړېدا اصلي موخه دا وه، چې د غړیو هېوادونو ترمنځ باور، ښه ګاونډیتوب او امنیتي همکاري پیاوړې شي. د ټولنې مرکزي دفتر په بیجینګ کې دی.
د شانګهای ټولنې لومړني بنسټګر چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ول. وروسته د ټولنې د غړیتوب ساحه پراخه شوه او هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې، ایران په ۲۰۲۳ کال کې او بلاروس په ۲۰۲۴ کال کې دایمي غړي شول. په دې توګه، نن دا ټولنه لس دایمي غړي لري. سربېره پر دې، یو شمېر هېوادونه د څارونکي او د خبرو اترو د شریکانو حیثیت لري.
د ټولنې په جوړښت کې د دولتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران، دفاعي او امنیتي چارواکي، اقتصادي بنسټونه او بېلابېل تخصصي ارګانونه په منظم ډول غونډې کوي. د دې ټولنې مهمه ځانګړنه دا ده، چې د غړیو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو باوجود، د ګډو سیمهییزو مسایلو لپاره د خبرو او همکارۍ یو واحد چوکاټ رامنځته کوي.
د شانګهای ټولنې اساسي موخې
د شانګهای ټولنې لومړنی او تر ټولو مهم هدف د سیمې امنیت او ثبات دی. ټولنه د ترهګرۍ، افراطیت، بېلتونپالنې ،منظم جرمونو او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري تنظیموي.
د دې ټولنې فعالیتونه یوازې امنیتي موضوعاتو ته محدود نهدي. د شانګهای ټولنه هڅه کوي، چې د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې، سوداګري، پانګونه، انرژي، ټرانسپورټ او سیمهییزه نښلېدا پراخه شي. په وروستیو کلونو کې ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، د انرژۍ امنیت، شین اقتصاد او مالي همکاری هم د دې ټولنې د اجنډا مهمې برخې ګرځېدلې دي.
د ټولنې له مهمو اوږدمهاله اهدافو څخه یو دا هم دی، چې د نړیوال نظام په بدلېدونکي وضعیت کې د آسیا او یوروشیا هېوادونو ترمنځ ګډ دریځ او همغږي زیاته کړي. د ټولنې د ۲۰۳۵ کال د پراختیا سټراټیژي هم له نړیوالو او سیمهییزو ټولنو سره د اړیکو د پراخولو او د ټولنې د نړیوال رول د پیاوړتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ولې شانګهای ټولنه مهمه ده؟
د شانګهای ټولنې اهمیت د غړیو هېوادونو له جغرافیایي، وګړنیز، اقتصادي او سیاسي وزن سره مستقیم تړاو لري. په دې ټولنه کې چین او روسیه د نړۍ له مهمو قدرتونو څخه دي، هند او پاکستان د جنوبي آسیا مهم هېوادونه دي او د منځنۍ آسیا هېوادونه د چین، روسیې، جنوبي آسیا او اروپا ترمنځ د جغرافیایي اتصال په برخه کې ځانګړی موقعیت لري.
له همدې کبله د شانګهای ټولنې پرېکړې یوازې د غړیو هېوادونو پر اړیکو اغېز نهکوي؛ بلکې د افغانستان، منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او حتی د نړیوال اقتصاد او امنیت پر وضعیت هم اغېز لرلی شي.
پر ځانګړي توګه د افغانستان لپاره د دې ټولنې اهمیت ډېر دی؛ ځکه افغانستان د شانګهای ټولنې له ډېرو غړیو سره ګډه پوله، تاریخي اړیکې او اقتصادي تعاملات لري. چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره مستقیمې یا نږدې اړیکې لري او روسیه هم د افغانستان په امنیتي او سیاسي معادلاتو کې مهم رول لري.
د افغانستان رول په شانګهای ټولنه کې
افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای ټولنې د څارونکي هېواد حیثیت ترلاسه کړ. له دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې د شانګهای ټولنې او افغانستان ترمنځ د افغانستان د تماس ډلې د جوړېدو هوکړه شوې وه، چې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې یې نوی پروتوکول هم لاسلیک شو. د دې میکانیزم هدف د افغانستان د سولې، ثبات، له ترهګرۍ او افراطیت څخه د پاک افغانستان او اقتصادي پرمختګ لپاره د همکاریو د وړاندیزونو او نظریاتو رامنځته کول ول.
د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې اهمیت په دې کې دی، چې هېواد د ټولنې د امنیتي بحثونو له مرکز څخه ډېر لرې نهدی. د افغانستان ناامني، ترهګري، د نشهیي توکو قاچاق، سرحدي ستونزې او اقتصادي کمزوري کولی شي پر نږدې ګاونډیو او د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز وکړي.
همدا دلیل دی، چې د افغانستان موضوع د شانګهای ټولنې لپاره یوازې د یوه بهرني هېواد موضوع نهده؛ بلکې د سیمهیز امنیت له مهمو موضوعاتو څخه ده.
افغانستان کولی شي له دې ټولنې څخه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، کرنې، کانونو او سیمهییزې نښلېدا په برخو کې هم ګټه واخلي. که افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټي پل پر توګه خپل موقعیت سم وکاروي؛ د شانګهای ټولنې له اقتصادي ظرفیتونو څخه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره استفاده کېدای شي.
د بیشکیک د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه
د شانګهای ټولنې د مشرانو راتلونکې سرمشریزه به د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د ۲۰۲۶ کال د اګست له یودېشمې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي. دا سرمشریزه؛ ځکه هم ځانګړې اهمیت لري، چې د شانګهای ټولنې د جوړېدو پېنځهویشتمه کلیزه هم په همدې کال کې راځي.
د سرمشریزې د چمتووالي په لړ کې د ټولنې د ملي همغږوونکو، بهرنیو چارو وزیرانو او نورو اړوند ادارو غونډې ترسره شوې دي. د ۲۰۲۶ کال پر جولای په چولپون-اتا کې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې هم د بیشکیک د سرمشریزې لپاره د اعلامیې او نورو اسنادو مسودې وڅېړلې.
د دې سرمشریزې د اجنډا مهمې موضوعګانې به امنیت، اقتصادي همکاری، سیمهییز اتصال، انرژي، مالي همکاري، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه او د ټولنې د راتلونکي رول پیاوړتیا وي.
په بیشکیک کې د ۲۰۲۶ کال د شانګهای ټولنې ګڼې تخصصي غونډې هم ترسره شوې دي. د بېلګې په توګه؛ د جون په میاشت کې د انرژۍ د وزیرانو غونډه وشوه، چې د انرژۍ امنیت، د انرژۍ موثریت او د نوي کېدونکې انرژۍ پر ګډو پروژو بحث په کې وشو. همدارنګه د ماليې وزیرانو او مرکزي بانکونو د مشرانو په غونډه کې د مالي همکاریو، د ملي اسعارو پر کارولو او د شانګهای د پراختیایي بانک د جوړېدو پر موضوع بحث وشو.
د جولای پر اووهویشتمه او اتهویشتمه په بیشکیک کې د شانګهای ټولنې د رسنیو او تحلیلي مرکزونو غونډه هم ترسره شوه، چې د ۲۶ هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ استازو په کې ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع «په نوي بېر کې شانګهای ټولنه؛ له متقابل تفاهم څخه تر عملي همکاریو» وه .
د بیشکیک سرمشریزې لپاره د افغانستان اهمیت
د افغانستان لپاره د بیشکیک سرمشریزه د دې لپاره مهمه ده، چې د افغانستان موضوع د سیمې د لس غړیو هېوادونو پر کچه بیا مطرح کېږي. افغانستان کولی شي د دې فرصت له لارې د امنیت، اقتصاد، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په اړه خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه مطرح کړي.
تر ټولو مهمه موضوع دا ده، چې افغانستان باید یوازې د امنیتي ستونزې پر توګه مطرح نهشي. که د افغانستان بحث یوازې د ترهګرۍ، نشه یي توکو او سرحدي امنیت تر کچې محدود پاتې شي، د افغانستان اقتصادي ظرفیتونه به له پامه وغورځول شي.
افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د جغرافیایي اتصال له پلوه ځانګړی موقعیت لري. د رېل پټلۍ، سړکونو، برښنا ،سوداګریزو دهلېزونو او سیمه ییزو پروژو له لارې افغانستان کولی شي د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د اتصال مهمه نقطه شي.
له همدې کبله، د شانګهای ټولنې لپاره هم ثبات لرونکی او اقتصادي پیاوړی افغانستان د سیمې په ګټه دی.
اقتصادي اهمیت؛ افغانستان څه ترلاسه کولی شي؟
د شانګهای ټولنه د اقتصادي همکاریو پراخ ظرفیت لري. د چین، روسیې، هند، ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه د افغانستان لپاره د لوی بازار، ټرانسپورټي دهلېز او پانګونې مهم فرصتونه رامنځته کولی شي.
افغانستان کولی شي د کانونو، کرنې، انرژۍ ،ټرانسپورټ، لوژسټیک، سوداګرۍ او صنعتي تولید په برخو کې د دې ټولنې له هېوادونو سره همکاری پراخه کړي.
په دې برخه کې د شانګهای پراختیایي بانک د جوړېدو موضوع هم مهمه ده. په ۲۰۲۶ کال کې بیشکیک د دې بانک د جوړېدو په اړه مشورتي غونډې ترسره کړه او د غړو هېوادونو ترمنځ د دې مالي بنسټ د جوړېدو پر عملي جزئیاتو بحث شوی دی.
که دغه ډول مالي میکانیزمونه په راتلونکي کې عملي شي، افغانستان کولی شي د سیمهییزو بېخبنایي او اقتصادي پروژو لپاره د تمویل له فرصتونو څخه استفاده وکړي؛ البته دا کار د افغانستان د سیاسي وضعیت، نړیوالې رسمیت پېژندنې، بانکي اړیکو او د پانګونې د امنیت له وضعیت سره مستقیم تړاو لري.
پایله
د شانګهای همکاریو ټولنه په یویشتمه پېړۍ کې د آسیا او یوروشیا د سیمې د بدلېدونکي جیوپولیټیک یوه مهمه نښه ده .
دا ټولنه له یوې امنیتي همکارۍ څخه ورو ورو د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ، مالي چارو، ټکنالوژۍ او نړیوالې همکارۍ پر پراخ چوکاټ بدلېږي.
د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې اهمیت تر بل هر وخت زیات دی. افغانستان د دې ټولنې له ډېرو غړیو سره ګډې پولې، اقتصادي اړیکې او امنیتي مشترکات لري او د سیمې له امنیت او اقتصاد څخه ځان بېلولی نهشي.
د افغانستان لپاره اصلي پوښتنه دا ده، چې له څارونکي حیثیت څخه څنګه عملي ګټه پورته کړي. افغانستان باید په شانګهای ټولنه کې یوازې د امنیت او ترهګرۍ د بحث موضوع نه وي؛ بلکې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې او سیمهییز اتصال د بحث یوه فعاله برخه وګرځي.
د بیشکیک راتلونکې سرمشریزه، چې د ۲۰۲۶ کال د اګست پر یودېرشمه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ترسره کېږي؛ د افغانستان لپاره د دې فرصت یوه مهمه صحنه ده. که د افغانستان موضوع د سیمې د هېوادونو له امنیتي اندېښنو سره یوځای د اقتصادي همکاریو، سیمه ییز اتصال او اوږدمهاله ثبات له زاویې مطرح شي، نو شانګهای ټولنه کولی شي د افغانستان په سیمه ییز ادغام کې مهم رول ولوبوي.
په بل عبارت، د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې ارزښت یوازې په دې کې نهدی، چې« افغانستان د ټولنې څارونکی هېواد دی»، بلکې اصلي اهمیت یې دا دی، چې افغانستان د همدې ټولنې د غړیو ترمنځ د جغرافیې، امنیت، اقتصاد او ټرانزیټ په یوه مهمه نقطه کې موقعیت لري. د دغه موقعیت د تبدیلولو لپاره سیاسي ثبات، اقتصادي اصلاحات او فعاله سیمه ییزه ډیپلوماسي اړینه ده.