تازه خبرونه
د شانګهای غړي هېوادونه دې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي – د قزاقستان ولسمشر
د چارشنبې پر ورځ ( د وري پېنځلسمه ) د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې د اجنډا مهمه موضوع وه.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ويلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید د افغانستان وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي، چې نړیوالې ترهګرې ډلې د دغه هېواد له خاورې استفاده نشي کولی.
اوسمهال، قزاقستان د شانګهای همکارۍ ټولنې نوبتي مشري پر غاړه لري.
قاسم جومارت توکایوف دغه څرګندونې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډې ته کړې دي.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر د افغانستان روان بشري ناورین ته په نغوته کې ویلي: دا مهمه ده، چې اوږدمهاله ثبات ته د شرایطو د رامنځته کولو لپاره په دغه هېواد کې د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې روانې وساتل شي.
د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف ویلي: د دې ټولنې د غړیو هېوادونو د پلاويو مشرانو د افغانستان له چارسمبالي حکومته غوښتي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه د نړیوالو تروریستي ډلو او هغو کسانو په ګډون، چې په وینا یې په افغانستان کې میشت دي او د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره ګواښ پېژندل کیږي عمل کول جدي وګڼي.
اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې څوـ څو ځلې ویلي: هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د شانګهای همکارۍ ټولنه، چې په سیمه کې د امنیت او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دوه لسیزې مخکې جوړ شوې؛ اوسمهال ۹ غړي لري؛ قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران د دغه سازمان رسمي غړي دي. افغانستان، بیلاروس او منګولیا په کې د څارونکیو رول لري.