تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنه دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي – ازبکستان
میرضیایوف د شانګهای همکارۍ ټولنې د مشرانو د بیشکیک په پېنځهویشتمه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او تلپاتي پرمختګ د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له شانګهای همکاریو ټولنې وغوښتل، چې له افغان استازو سره منظمې خبرې اترې بېرته پیل کړي.
میرضیایوف د شانګهای همکارۍ ټولنې د مشرانو د بیشکیک په پېنځهویشتمه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او تلپاتي پرمختګ د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی.
هغه وړاندیز کړی، چې د شانګهای همکاریو ټولنې او افغان استازو ترمنځ منظمې خبرې اترې بېرته پیل شي، څو د سیمې د امنیتي اندېښنو، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د سیمهییزو همکاریو په میکانیزمونو کې د افغانستان د شاملېدو په اړه بحث وشي.
د ازبکستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې ثبات کولی شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارو، سوداګرۍ او انرژۍ په برخه کې د همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړي.