تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د راپور له مخې، د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې(سياسټياو) ویلي، د دې ټولنې د ګډې قومندانۍ یوه پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د سرحدي ادارو د مشرانو په دولسمه غونډه کې ګډون کړی دی.
د راپور له مخې، د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډ امنیت خوندیتوب د ټولو اړوند نړیوالو بنسټونو له نږدې همکاریو پرته شونی نهدی.
په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو ټولنې د ترهګرۍ ضد سیمهییز جوړښت، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز او د دغو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قومندانانو د شورا د همغږۍ د خدمتونو مشرانو هم ګډون کړی و. ګډونوالو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دغو بنسټونو د کاري برخو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.