تازه خبرونه

د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د شانګهای په غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت باید د ټولګډونه سیاست اصل او د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی ولري.

هغه ویلي؛ د افغانستان لپاره د اړیکو ډله باید په شانګهای ټولنه کې د عملي همکارۍ د غوښتنې په توګه هڅانده پاتې شي.

د افغانستان په اړه د شانګهای ټولنې د اړیکو ډلې غونډه په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي.

هغه ويلي: مونږ د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه غواړو، چې په دې اړه کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد ونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو د پاکستان تورونه رد کړي او څرګندوي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

ډار د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه)د شانګهای ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته سفر کړی دی.

ویل کیږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د افغانانو د بشري وضعیت د حل لپاره د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ د ارزښتناکو اړیکو غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version