سیمه ییز خبرونه

د شانگهاى سازمان په ۱۳ ناسته كې د سيمې پر امنيت خبرې كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر د شانگاي سازمان په ناسته كې د گډون په موخه له غرمې مخكې د پنجشنبې په ورځ(د وږي۲۱) د قرغزستان مركز بشكك ته روان شو.

د افغانستان ولسمشر بشكك ته له رسيدو وروسته د قرغزستان له ولسمشر سره دوه اړخيزې خبرې وكړي.

د قرغزستان ولسمشر په ډاگه كړه، چې  افغانستان د سيمې د ثبات لپاره د ټينگار وړ ټكى دى.

د قرغزستان ولسمشر المازبك اتامبابف ويلي:

ډېر خوشحاله يم، چې تاسې پرېكړه كړې، چې د شانگهاى په غونډه كې گډون وكړئ. د شانگهاى د همكاريو سازمان به په سيمه كې د امنيت په اړه بحث وكړي او افغانستان د سيمې په امنيت كې يو د ټينگار وړ ټكى دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپاڼې پر بنسټ په دي خبرو كې، چې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي او د قرغزستان د ولسمشر الماز اتامبابف ترمنځ و شوې، د قرغزستان ولسمشر له افغانستان سره د پراخو اړيكو، د مواصلاتې لارو او د اوسپنې د پټلۍ د جوړيدو او پراختيا غوښتنه كړې ده.

امرالله امان پوځې كارپوه وايي، افغانستان تراوسه د شانگهاي د همكاريو د سازمان بشپړ غړيتوب نلري؛ خو اوس مهال افغانستان د دې سازمان څارونكى دى.

ټاكل شوې افغان ولسمشر حامد كرزى قرغزستان ته د سفر په لړ كې د چين، روسيې او ايران له ولسمشرانو سره هم وگوري .

Trending

Exit mobile version