سیمه ییز خبرونه
د شبرغان سلگونه ښځو په يو لاريون كې د روان جنگ غندنه وكړه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د جوزجان ولايت سلگونه ښځو په افغانستان كې د روان جنگ غندنه وكړه او له وسلوالو مخالفينو يې وغوښتل، چې د هېواد د سولې له بهير سره دې يو ځاى شي.
د شبرغان د ولايتي شورا غړې فيروزه قريشي وايي:
په افغانستان كې تېرو درې لسيزو جگړو له بدبختۍ او ورانۍ پرته بله پايله نه ده لرلې او نور دې خلك راويښ شي.
نوموړې زياتوي، مونږ د مخكښو انسانانو په توگه هڅه كړې، چې د سولې د رامنځته كولو لپاره كار وكړو.
دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد په شمال كې د هرې ورځې په تېريدو د ناامنۍ پېښې مخ په ډېريدو گڼل شوي او د ښځو د صبر كاسه يې نوره ډكه كړې ده.