سیمه ییز خبرونه
د شبرغان ښار يو شمېر اوسيدونكي مشورتي لويې جرگې ته هيپله من دي
(Last Updated On: )
د شبرغان ښار يو شمېر اوسيدونكي هيله من دي، چې په كابل كې جوړه شوې مشورتي لويه جرگه به د هېواد د امنيتي حالت پر ښه والي مثبت اغېز وكړي.
آريانا تلويزيون په شبرغان ښار كې د نظر غوښتلو په يوه محدود پروگرام كې وموندله، چې د جوزجان خلك د افغانستان او امريكا تر منځ دوه اړخيز امنيتي او دفاعي هوكړه ليك ته هيله من ښكاري.
ځايي اوسيدونكي وايي، د امنيتي سند له لاسليك سره به، چې په مشورتي جرگه كې پرې مشوره كيږي، د افغانستان امنيت بايد تضمين شي.
مشورتي لويه جرگه د پنجشنبې په ورځ(د لړم۳۰) په داسې حال كې پرانسيتل شوه، چې ډېري افغانان جگړو ستومانه كړي او چمتو دي، چې خپل بخت له امريكا سره د امنيتي سند په لاسليك وآزمايي.