تازه خبرونه

د شفق نومیوعملیاتو دوه یم پړاو به په ژمي کې پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، په ژمنیو شفق نومو عملیاتو کې به ټولې ترهګرې ډلې په نښه شي، چې په راتلونکي پسرلي کې دغه ډلې ونه کړی شي پراخ پوځي تحرکات ولري.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، د شفق عملیات به ژر پای ته ورسیږي او په ژمي کې به هم امنیتي ځواکونه جګړه روانه ساتي، د ملي دفاع وزارت وایي چې ژمي کې د جګړو دوام د دې لپاره دی چې د ترهګرو ځالې له منځه ولاړې شي.

په روان کال کې د امنیتي ځواکونو له مجهز کیدو سره سم طالبانو عمري نومي پسرلني عملیات پیل کړل.

نږدې اته میاشتې کیږي، چې افغان ځواکونه له وسلوالو ډلو سره په سختو جګړو کې دي.

داسې ښکاري، چې تېرو اته میاشتو کې وسلوال چندان نه دي ځپل شوي.

پوځي کارپوه زلمی وردګ وايي؛ د مدیریت کمزورتیا د دې سبب شوه، چې امنیتي ځواکونه د عمري عملیاتو پر وړاندې کمزوري څرګند شي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي؛ په ټوله کې د امنیتي ځواکونو مدیریتي تېروتنه داوه، چې برنامې یې منظمې نه دي او څومره ، چې د پراخو عملیاتو نیت کوي، هومره یې برنامې په ډاګه کوي.

د دفاع وزارت د شمېر له مخې؛ همدا اوس د شفق نومو عملیاتو تر چتر لاندې په ۱۳ولایتونو کې ۱۶عملیات  روان دي. په روان کال کې د جګړو له کبله څه باندې لس زره وسلوالو مخالفینو ته تلفات اوښتي او نږدې دوه زره امنیتي ځواکونه هم تلف شوي دي.  

Trending

Exit mobile version