سیمه ییز خبرونه
د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه كې امريكا تېروتې وه
په كابل كې د امريكا سفارت چارواكې وايي، چې:
امريكا په نويمه لسيزه كې د افغا نستان په اړوند تې وتنه وكړه، چې له لامله يې په افغانستان كې ستونزې جوړې او القاعده شبكه پياوړې شوه.
دوى وايي، چې:
افغانستان ته د امريكا د نه پام له كبله پر امريكا د سپتمبر يوولسمې بريدونه وشول.
دغه چاواكى وايي، چې:
امريكا به بيا داسې تېروتنه ونه كړي.
ډيويډ پيرس وايي، چې:
د افغانستان او امريكا د ستراتيژيك سند په موادو كې پېچلي مسايل شته، چې ډېرو خبرو او بحثونو ته اړتيا لري.
په كابل كې د امريكا د سفارت د وه ه يم مرستيال ډيويډ پيرس وايي، چې:
افغانستان او امريكا دواړه د القاعده او طالبانو د ائتلاف قرباني شوي دي.
دهغه په وينا:
امريكا له نړيوالې ټولنې او افغانستان سره په گډه هڅه كوي، چې په افغانستان كې د القاعدې او طالبانو د ائتلاف د بيا رامنځته كېدو مخه ونيسي.
د امريكا سفارت دوه هم مرستيال ډيويډ ډي پيرس ټينگار كوي، چې:
په ۱۹۹۰ع كال كې امريكا د افغانستان پر وړاندې تېر وتنه وكړه او مونږ افغانستان يوازې پرېښود، چې په پايله كې افغانستان له ستونزو سره مخ شو؛ القاعده غښتلي شوه او په امريكا كې د سپتمبر پېښه رامنځته شوه .
همدا رازهغه وويل، چې:
د امريكا د خپلې پاليسۍ له مخې هيڅ كله القاعدې شبكې سره خبري نه كوي او غواړي القاعده ماته كړي.
دهغه په وينا:
مونږ په افغانستان كې هڅه كوو، چې امنيت ښه كړو؛ د جگړې ماهيت به بدلون ومومي او د ځان مرگو بريدونو او ترورمخنوي به وكړو. د ترهگرو په ځپولو به له افغانانو سره اوږه په اوږه كار كوو.
په كابل كې د امريكا سفيرلومړى مرستيال جيمز بې كونيگام وايي، چې:
د امريكا او افغانستان د ستراتيژيك تړون په برخه كې پرمختگونه شوي، خو له هغه ځايه، چې ډېرپېچلي مسايل په كې دي؛ نو پكار ده، چې په اړوند يې زياتې خبرې وشي.
دا په داسي حال كي ده، چې په واشنگټن كې د امريكا او افغانستان د چارواكو ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو په اړه خبري اتري دوام لري او نړيوالو رسينو ويلي، چې دواړه خواوې له ۲۰۱۴ع کال وروسته د افغانستان له اډو څخه د امریکايي پوځیانو د استفادې د شرایطو پرسر اختلاف لري
