سیمه ییز خبرونه

د شمالي انگور به له دې وروسته په مستقيم ډول نړيوالو بازارونو ته ليږل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل په ميربچه كوټ ولسوالۍ كې  د امريكا د متحدايالاتو د پرمختيايي ادارې لخوا د څلوېښت ميليون دالرو په ازرښت سړه خونه جوړه شوې، چې د انگورو او نورو ميوو پر ساتنه سربېره ترې د نړيوال بازار له معيار سره سم د انگورو د بسته بندۍ زمينه هم برابره شوې ده.

امريكايي چارواكي وايي، چې په افغانستان كې د پوځي حضور له كميدو سره به اقتصادي حضور پياوړى شي.

د امريكا د پرمختيايي ادارې د سولي بنسټ اجرائيوي رييسه هايدي كيون وايي :

دا  د وياړ ځاى دى، چې د افغانستان كرنيز محصولات نړيوالو بازارونو ته رسيږي. مونږ له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم له افغانانو سره اقتصادي همكاريو ته دوام وركوو.

يو شمېر باغ لروونكي وايي، چې له بڼوالو سره د امريكا د پرمختيايي ادارې تخنيكي مرستو د كرنيزو محصولاتو د كميت او كيفيت په ښه كولو كې اغېزمنې تمامې شوې دي.

د امريكا د پرمختيايي ادارې لخوا د كابل په شمالي سيمو كې د انگورو د بسته بندۍ او ساتنې د امكاناتو په برابرولو شاوخوا څلوېښت ميليونه دالر لگيدلي دي.

Trending

Exit mobile version