نړۍ

د شمالي کوریا د کیم میرمن له څو میاشتني ځنډ وروسته بیا راښکاره شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون میرمن ری سول جو د چارشنبې پر ورځ له نږدې پېنځه میاشتني ځنډ وروسته دولتي رسنیو ته راڅرګنده شوه.

د شمالي کوریا رسمي خبري سرچینې څرګنده کړې؛ کیم او ری د پلازمېنې پیونګ یانګ د مانسوډا هنري ټیاټر په هنري ننداره کې برخه اخیستې وه، چې د نوي قمري کال د نمانځې په اړه جوړه شوې وه.

هغه په وروستي ځل د سپټمبر پر ۹ له د خپل میړه سره یوځای د لمر کومسوسان نومې ماڼۍ څخه د لیدنې پر مهال لیدل شوې وه، چې د هېواد د جوړېدنې د کلیزې پر ویاړ یې د کیم د نیکه او پلار مومیایي شوي جسدونه لیدل.

سرچینې زیاته کړې: (کیم) د ټنګ ټکور په بدرګه کې له خپلې میرمنې ری سول جو سره د ټیاټر په آډیوټوریم کې راڅرګند شو او د لیدونکیو “هوره!” خوشالیو غږونه ورسره پورته شول. دواړه  جوړه – جوړه  سټیج ته ورسېدل او له هنرمندانو سره یې د لاس ورکولو او انځور اخیستنې ننداره تر سره کړه.

ری هغه مهال د نړیوالو پام ځانته رااړولی و، چې له کیم سره به په ټولنیزو، سوداګریزو او ان پوځي سفرونو کې لیدل شوې ده.

هغه د تېرې فبرورې په میاشت کې د کنسرت له لیدنې مخکې نږدې یو کال له دولتي رسنیو ورکه شوې وه، چې ورسره د هغې د روغتیا او احتمالي امیندوارۍ اټکلونه رامنځته شول.

د سویلي کوریا ملي استخباراتو قانونجوړوونکیو وکیلانو ته وویل، چې هغه په ښکاره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له بهر وتل نه خوښوي؛ خو له خپلو ماشومانو سره ښې لوبې کوي.

د جاسوسۍ اداره باور لري چې کیم او ری درې ماشومان لري، خو په عامه توګه د دوی په اړه معلوماتو ته لاسرسی نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د کرونا ویروس کومه پېښه تر دې دمه تائید کړې نده؛ خو خپل سرحدونه یې تړلي او د سفري محدودیتونو په ګډون یې بندیزونه هم نیولي دي.

Trending

Exit mobile version