نړۍ

د شمالي کوریا مشر او د روسیې دفاع وزیر سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۴۰۲)

رویترز د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA د څرګندونو له مخې د شمالي کوریا د مشر او د روسیې د دفاع وزیر او د پیونګ یانګ له منع شويو بالستیک توغندیو دفاعي نندارتون څخه د دوی له لیدنې خبر ورکړ.

د دغه راپور له مخې، شویګو، کیم جونګ اون ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو لیک هم سپارلی دی.

کیم جونګ اون له پوتین څخه د شوایګو پر مشرۍ د پوځي پلاوي د لېږلو له کبله مننه وکړه او زیاتوي، چې دې لیدنې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ ستراتیژیکې او دودیزې اړیکې نورې هم ژورې کړې دي.

د چين د کمونیست ګوند د سياسي دفتر د غړي لي هونګ جونګ په ګډون يو روسي او يو چينايي پلاوي روانه اوونۍ د کوريا ټاپووزمې د جګړې د پای ته رسېدو د اویایمې کليزې په مناسبت، چې شمالي کوریا یې د بري ورځ نمانځي؛ رارسېدلي دي.

د کرونا ویروس له پیل راپدیخوا دواړه پلاوي لومړني لوړ پوړی بهرنيان دي، چې له شمالي کوریا لیدنه کوي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پیونګ یانګ غواړي له بیجینګ او مسکو سره اړیکې خوندي او ژورې وساتي او له سیالانو سره خپلې د سیالۍ هڅې ګړندۍ کړي.

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس KCNA د راپور له مخې؛ کیم جونګ اون له شویګر سره د جګړې د کلیزې په مناسبت په جوړ شوي دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ او د پیونګ یانګ له نویو پرمختللیو وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه د لیدنې پر مهال یې د نړۍ په اړه خپل نظرونه سره وړاندې کړل.

دغه راز کیم جونګ اون د امپریالیستانو د لاس وهنو او خپلسرو اقداماتو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د حاکمیت، پرمختګ او ګټو د ساتنې لپاره د مبارزې په برخه کې د متقابلو اندېښنو په اړه خپل نظر څرګند کړ.

راپور له مخې: هغه څرګنده کړه، چې د روسیې پوځ او خلک به د یوه ځواکمن هېواد د جوړولو په مبارزه کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

دغه راز شویګو د پیونګ یانګ په یوه میلمستیا کې د شمالي کوریا د پوځ ستاینه وکړه، چې په نړۍ کې ترټولو ځواکمن پوځ دی.

په دې راپور کې راغلي، چې د شمالی کوریا دفاع وزیر کینګ سن نام هم د دې میلمستیا په بهیر کې ویلي، پیونګ یانګ د عدالت او د خپل حاکمیت د ساتنې لپاره د روسیې له جنګ بشپړ ملاتړ کوی.

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس KCNA د څرګندونو له مخې؛ کیم جونګ اون په جلا توګه د چین د لی هونګ جونګ کوربه و، چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ شخصي لیک یې کیم جونګ اون ته وسپاره.

Trending

Exit mobile version