بی بی سی پښتو

د شمالي کوریا مشر خپلې خور ته “نور واک هم وسپاره”

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۳۹۹)
Reuters

د سوېلي کوریا څارګره اداره دعوه کوي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپلې خور کېم یو جنګ په ګډون خپلو مرستیالانو ته “نور واک هم سپارلی دی. “

دا اداره د رپوټونو له مخې زیاتوي: “ښاغلی کېم لا هم مطلق واکمن دی، خو د خپل سټرېس یا فشار کمولو لپاره یې د مختلفو برخو پالیسۍ نورو ته سپارلې دي. “

که څه هم تېر کې د شمالي کوریا په هکله د سیول څارګرې ادارې خبرې درواغ شوې، خو د رپوټونو له مخې دا ادعاوې د پنجشنبې په ورځ د سوېلي کوریا قامي اسمبلۍ ته د تړلو دروازو تر شا ویل شوې دي.

وکیلانو وروسته دا ارزونې له خبریالانو سره شریکې کړې دي.

دا اداره وايي، کېم جون اون لا هم مطلق واکمن دی، خو ځینې مسوولیتونه یې وېشلي دي:

“اغلې کېم دا مهال پر نورو مسلو سربېره د د امریکا او سوېلي کوریا په هکله د پالیسي مسووله او له کېم جونګ اون وروسته د شمالي کوریا دویمه ځواکمنه مشره ده.”

خو زیاتوي چې لا هم کېم خپل ځایناستی نه ده غوره کړی.

دا اداره وايي، کېم ځینې واک نورو ته د دې لپاره سپارلی چې له یوې خوا د کار له سټرېس ځان خلاص کړي او له بلې خوا د پالیسۍ ناکامېدو په حالت کې ملامتي د ده نه وي.

ځینې شنونکي د دې پرمختیا پر ریښتیاوالي شک کوي او د شمالي کوریا اړوندو خبرونو وېبپاڼه وايي، د کېم خور روانه میاشت دوو مهمو غونډو کې نه ده لیدل شوې او دا شکونه یې پیدا کړي چې ممکن هغه څنډې ته کړل شوې وي.

کېم یو جونګ څوک ده؟

Reuters
کېم جونګ اون او کېم یو جونګ خپلو کې ډېر نږدې بلل کېږي.

کېم یو جونګ د کېم جون اون کشره خور او نوموړي ته نږدې او ځواکمنه ملاتړې بلل کېږي.

نوموړې پر ۱۹۸۷ کال کې زېږېدلې او له ښاغلي کېم څلور کاله کشره ده.

په یو وخت کې سویزرلنډ کې ژوند او زدکړې کړې دي.

کېم یو جونګ ته پر ۲۰۱۸کال اول ځل هغه مهال سترګې واوښتې چې سوېلي کوریا ته د کېم کورنۍ د لومړنۍ غړې په توګه لاړه.

* ایا د شمالي کوریا مشر مرګونی ناروغ دی؟

* شمالي کوریا امریکا ته د پوځيانو مړي ور وسپارل

نوموړې د ژمي اولمپیک کې د شمالي او سوېلي کوریاوو د ګډې ډلې د پلاوي برخه هم وه.

د سوېلي کوریا، چین او امریکا د ولسمشرانو په ګډون یې نړیوالو سرمشریزو کې هم له خپل ورور سره ګډ کار کړی دی.

کېم یو جونګ ته د ۲۰۲۰ کال اپرېل کې هغه مهال بیا پام واوښت چې ورور یې څو میاشتې له سترګو پنا و.

داسې ګنګوسې وې چې نوموړي د زړه حملې له امله مړ شوی دی او دې ته د شمالي کوریا د نوې مشرې په سترګه کتل کېدل.

د سوېلي کوریا څارګره اداره څومره کره ده؟

Getty Images
کېم یو جونګ د سوېلي کوریا ولسمشر سره

شمالي کوریا نړۍ کې یوه ډېره مرموزه ټولنه ده.

د سوېلي کوریا ملي استخباراتو اداره ښايي تر نورو ادارو په شمالي کوریا کې ډېر استخبارات ولري، خو تېر کې متفاوته مخینه لري.

د بېلګې په ډول، پر ۲۰۱۶ کال د کوریا رسنیو د دې ادارې له خولې وویل، چې د شمالي کوریا د پوځ لوی درستیز رې یونګ ګېل وژل شوی دی.

درې میاشتې وروسته د سوېلي کوریا حکومت وویل، نوموړی ژوندی ښکاري، ځکه نوم یې د ګوند د چارواکو نوملړ کې دی.

پر ۲۰۱۷ کال دې ادارې ومنله چې پر ۲۰۱۲ کال یې سوېل کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د لاسوهنې هڅه کړې ده.

Trending

Exit mobile version