نړۍ
د شمالي کوریا مشر خپل ستر درستیز ګوښه کړ او جګړې ته یې د چمتو والي غوښتنه وکړه
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ (د زمري ۱۹) څرګنده کړې، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پوځ لپاره یو لوړپوړی جنرال ګومارلی؛ احتمالي جګړې ته د چمتووالي، د وسلو د تولید د زیاتوالي او د پوځي روزنیزو هڅو د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.
رویترز راپور ورکړی، چې کیم دا څرګندونې د پوځ مرکزي کمیسیون په یوه غونډه کې کړي، چې د شمالي کوریا د دښمنانو د مخنیوي لپاره، چې نوم ترې وانخستل شو؛ د مبارزې پر پلانونو خبرې وکړې.
د یاد خبری آژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد لوړ پوړی جنرال او د پوځ ستر درستیز پاک سوایل د جزئیاتو له ورکولو پرته له دندې ګوښه کړ، چې لږ تر لږه اووه میاشتې یې دا دنده ترسره کړې وه.
جنرال ری یونګ ګیل، چې پخوا د دفاع وزیر و؛ د پاک سوایل ځای ناستی شوی دی.
جنرال ری یونګ ګیل له دې مخکې د ستر درستیز په توګه دنده ترسره کوله. کله، چې هغه په ۲۰۱۶ کې وګومارل شو؛ په رسمياتو کې یې نه څرګندېدو په سویلي کوریا کې د داسې راپورونو لامل شو، چې هغه اعدام شوی. څو میاشتې وروسته هغه وخت بیا راڅرګند شو، چې یو بل لوړ مقام ته وروپېژندل شو.
د راپورونو له مخې؛ کیم جونګ اون تېره اوونۍ د وسلو له کارخانو هم د ليدنې پر وخت د راکتي انجنونو، توپخانو او نورو وسلو د جوړولو غوښتنه کړې وه.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس لخوا خپاره شوي انځورونه ښیي، چې کیم جونګ اون په نخشه کې د سویلي کوریا پلازمېنې سیول او نورو شاوخوا سیمو ته نغوته کوي.
امریکا پر شمالي کوریا تور پورې کړی، چې د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د توپونو په ګډون وسلې ورکوي؛ خو روسیه او شمالي کوریا دواړه دا تورونه ردوي.
په راپور کې ویل شوي، کیم له پوځ څخه هم وغوښتل، چې د هېواد له وروستیو وسلو او تجهیزاتو سره پوځي روزنیزې هڅې ترسره او خپل ځواکونه د جګړې لپاره چمتو وساتي.
ټاکل شوې، چې شمالي کوریا د سپتمبر پر نهمه د جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ کلیزې په مناسبت پوځي روزنیزې هڅې تر سره کړې.
امریکا او جنوبي کوریا د اګست د ۲۱ او ۲۴ ترمنځ پوځي روزنیزې هڅې تر سره کوي، چې شمالي کوریا یې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي.