نړۍ

د شمالي کوریا مشر پر اقتصادي مسایلو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۰)

د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد مشر کیم جونګ اون د خپلې واکمنۍ د لسمې کلیزې په مناسبت خپلې خبرې د ټراکټور او ښوونځيو د یونیفورم جوړونې د فابریکو په ګډون پر کورنیو اړینو مسایلو راوڅرخولې.

د رویټرز د راپور له مخې؛ نوموړي په خپلو خبرو کې د امریکا او جنوبي کوریا اټمي پروګرام ته کومه نغوته ونکړه؛ خو د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې خبرې راوڅرخولې.

کیم جونګ اون ویلي، چې د خلکو د ژوندانه اقتصادي او ټولنیزه وده او پراختیا به د دغه هېواد د حکومت بنسټیزه دنده ده.

نوموړي ویلي؛ د راتلونکي کال مهم کار د پېنځه کلن پلان پلي کول، ملي پرمختګ او د خلکو په ژوند کې د پام وړ وده او بدلون راوستل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس او د پولو تړل کېدو د دې هېواد د خوراکي توکو کمښت رامنځته کړی دی.

د شمالي کوریا مشر په تېر اوړي کې د دې هېواد د کړکېچن حالت په اړه خبرداری ورکړ او د واکمن ګوند له ټولو کچو یې وغوښتل، چې د خلکو د ژغورلو لپاره د ستونزو پر وړاندې چمتوالی څرګند کړي.

Trending

Exit mobile version