نړۍ
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د دې هېواد مشر کیم جونګ اون له خپلو هېوادوالو وغوښتل، چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ یرغل د مخنیوي لپاره اتومي برید ته ځانونه چمتو کړي.
KCNA دولتي رسنې په ډاګه کړې: د هېواد په پوځي روزنیزو هڅو کې یو بالستیک توغندی، چې پر جعلي اتومي سرګلولې سمبال و؛ ۸۰۰ کیلومتره واټن ووهه.
کیم، چې د دې ازموینې څارنه کوله؛ ویلي، چې یادو هڅو د اردو حقیقي جنګي وړتیا ښه کړې او دا اړتیا یې روښانه کړې، چې د دې ډول هڅو له لارې د هر راز سمدستي او پراخ اتومي ځواب لپاره د چمتووالي حالت ډاډمن کړي.
کیم د خپل هېواد د رسمي نوم لنډیز کاروياو وایي: د شمالي کوریا اتومي ځواک به له خپل لوړ جنګي چمتووالي سره د دښمن بې پروا حرکتونه او تحرکات په کلکه ودروي، کنټرول او اداره کړي او د هر ډول ناغوښتونکي حالت په صورت کې به خپل مهم ماموریت پرته له ځنډه ترسره کړي.
یادې سرچینې داسې انځورونه ښودلي، چې کیم یو ځل بیا له خپلې لور سره د ازموینې په لیدنه کې برخه اخیستې ده او دتوعندي د لیدلو ننداره کوي.
جنوبي کوریا او جاپان د یکشنبې پر ورځ له ختیځ ساحل څخه د شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د توغولو خبر ورکړ، چې په دې وروستیو اوونیو کې د توغندیو د ازموینو په لړۍ کې وروستی دی.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
رویترز راپور ورکړی، چې دوی؛ د جنوبي کوریا او امریکا ګډې پوځي روزنیزې هڅې د یرغل د مخنیوي لپاره جګړې ته چمتووالي بولي.
د امریکا او سویلي کوریا سمندري قول اردو به د دوشنبې پر ورځ د اپریل تر درېیمې پورې د دوه اوونیو لپاره بیسارې روزنیزې هڅې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د سیول او واشنګتن په وړاندې د جګړې لپاره له ۱.۴ میلیون څخه ډېر رضاکاره په اردو کې شامل کړي، چې له ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېر یوازې دوه ورځې مخکې د یوې دولتي ورځپاڼې لخوا په ډاګه شول.