نړۍ

د شمالي کوریا مشر کیم پوځ ته د جګړې پر چمتووالي ټینګار څرګند

Published

on

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپلو پوځونو، د وسلو صنعت او د اټومي وسلو سکتور ته د جګړې پر چمتووالي ټینګار څرګند کړی او له هغه څه سره یې د مقابلې غوښتنه وکړه، چې دی ورته د امریکا بې‌ساري متقابل اقدام وایي.

KCNA خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ د هېواد د واکمن ګوند په یوه کلیدي غونډه کې کیم د نوي کال لپاره د پالیسۍ لارښوونو په اړه خبرې وکړې او وایي، چې پیونګ یانګ به د امپیرالیزم ضد خپلواکو هېوادونو سره ستراتیژیکې همکارۍ پراخې کړي.

یادې سرچینې دا هم څرګنده کړې: هغه (کیم) د خلکو د اردو او د وسلو د صنعت، اټومي وسلو او ملکي دفاع سکتورونو لپاره د اورپکو دندې په ګوته کړې، چې د جګړې چمتووالی نور هم ګړندی کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې شمالي کوریا له روسیې سره اړیکې نورې هم پراخوي؛ ځکه، چې واشنګټن پیونګ یانګ له اوکراین سره په جګړه کې مسکو ته د پوځي تجهیزاتو پر رسولو تورنوي. په داسې حال کې، چې روسیه له شمالي کوریا سره د پوځي وړتیاوو د پراختیا لپاره تخنیکي ملاتړ چمتو کوي.

په راپور کې ویل شوي؛ کیم د غونډې په جریان کې د نوي کال لپاره اقتصادي اهداف هم څرګند کړل او دا یې د هېواد د پېنځه کلن پرمختیایي پلان د سرته رسولو لپاره پرېکنده کال یاد کړ.

هغه د نوي کال لپاره په صنعتي او کرنیزو سکتورونو کې د چټکتیا غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version