تازه خبرونه

د شمالې هلمند د پوهنې بهیرپه خيالي ښوونځيو کې تر سره کيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند په شمالي سيمو کې د تېرو دوه کلونو راپه ديخوا د ناامنيو لمن پراخه شوې، چې له کبله یې په ټولنيزو برخو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.

د سنګين د ټولنيزې شورا غړی محمد داود وايي؛ په ناامنو سيمو کې اوس ټول ښوونځي تړل شوي، خو د پوهنې مسوولين اړوند وزارت ته د پرانيستو ښوونځيو راپور ورکوي او امکانات يې دوی پخپلو جبونو کې اچوي.

د هلمند اوسيدونکی دلاورپه ډاګه کړې؛ په دې اداره کې نه یوازې ستونزې ډېرې دي، بلکې هرمياشت يې مرستيالان نوي کيږي، خو د پوهنې په کيفيت کې لوړوالی نه دی رامنځته شوی.

د دوی په خبره؛ که د هلمند د پوهنې بهیر ته پوره پاملرنه ونه شي، ښايي هغه ښوونځي هم د زدکوونکیو پرمخ وتړل شي، چې اوس په امن سيمو کې پرانيستي پاتې دي.

د هلمند د پوهنې ریيس عبدالمتين جعفر دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې د هلمند په ټولو سيمو کې پرانيستي ښوونځي لرو او عملاً زدکوونکي په کې زدکړې کوي.

هغه زياتوي، چې يوازې د جګړو او په ځينو نورو ليرې پرتوسيمو کې، چې سيمه یيز خلک يې همکاري نه کوي ټول ۱۲۹ ښوونځي تړل شوي څه نا څه سل زره زدکوونکي یې له زدکړو بې برخې شوې دي.

هغه څرګنده کړې، چې دلته لوی خنډ يوازې ناامني ده اوهمدا اوس اوس په دې ولايت کې ۲۳۰ زره نرينه او ښځينه زدکوونکي عملاً په زدکړو اخته دي.

هغه د پوهنې په وړاندې بله لويه ننګونه د دوی په چارو کې د وکيلانو لاسوهنې په ګوته کوي.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version